1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر: آيا د ځوانانو اداره مي اولادونه اخلي؟

۱۳۹۷ خرداد ۲, چهارشنبه

په آلمان کې د مهاجرو ترمنځ یوه توده اوازه دا ده چې د ځوانانو اداره (یوګند امت) په هغه صورت کې اولادونه راڅخه اخلي، چې هغوی زما د روزني لار خوښه نه کړي. ممکن دا ریښتیا هم وي، په دې مضمون کې ورته کتنه کوو.

https://p.dw.com/p/2yCUV
Jugendamt Schild Schriftzug
انځور: picture-alliance/dpa/B. Weißbrod

په آلمان کې د ځوانانو یا ماشومانو د ملاتړ ادارې ته په آلماني ژبه کې «Jugendamt» وايي. د دې ادارې یو له عمده او اصلي دندو او وظایفو څخه په آلمان کې له والدینو سره د ماشومانو په روزنه او پالنه کې مرسته کول دي. خو پر دې ټولو سربیره، دغه اداره مختلفې نورې دندې هم لري.

دغه ادراه پر نورو وظایفو سربیره په سختو شرایطو، لکه د طلاق پرمهال له خلکو سره مرسته کوي او دوی همداراز د ماشومانو د حفاظت خدمات هم وړاندي کوي. خو مهمه موضوع دا ده چې دغه اداره په آلمان کې د ادغام پروسه، ستاسې د پناه غوښتنې د لړۍ د یوې برخې په توګه او یا نورو مواردو له کبله ستاسې د ماشومانو د روزني بهیر نه څاري. دا هم د یادولو وړ ده چې دغه اداره د ماشومانو د روزنې پر کړنلاري او فرهنګ په هکله هیڅ راز نظر نه لري.

د دې ټولو مواردو ترڅنګ، مهمه دا ده چې د یوګندامت اداره په هغه صورت کې چې د یوې مور او پلار د خپل اولاد د روزنې پرمهال داسې معلومات ترلاسه کړل شي چې پکې ماشوم ته زیان رسیږي، په دې صورت کې دغه اداره مداخله کوي.

دغه اداره په هغه صورت کې هم مداخله کوي چې که چیري داسې شواهد وموندي چې د یوه ماشوم روغتیا او په خپله ماشوم ته په کور کې کوم تهدید موجود وي. په دې تهدیدونو کې فزیکي، جنسي او یا هم رواني تهدیدونه شامل دي. په آلمان کې که یو څوک خپل زوی یا لور په میني او احترام سره لوی یا لویه کړي، په دې صورت کې هیڅوک هم باید د یادې ادارې د مداخلې له اړخه ویره ونه لري.

زموږ له آرشیف څخه: