1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منځني ختیځ ته د مایک پنس ستونزمن سفر

۱۳۹۶ بهمن ۲, دوشنبه

وروسته له هغې چې ترمپ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توگه په رسمیت وپیژاند، دا لومړی ځل دی چې د هغه مرستیال مایک پنس منځني ختیځ ته سفر کوي. فلسطیني مشرانو له هغه سره له لیدني کتني څخه مخ اړولی دی.

https://p.dw.com/p/2rIX4
Israel Mike Pence und Benjamin Netanjahu
انځور: Reuters/R. Zvulun

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس منځني ختیځ په یوه لنډ سفر تللی دی، هغه سفر چې له دسمبر میاشتې راهيسي دوه ځلې ځندول شوی وو.

د اسرائيلو صدارعظم، بنیامین نیتانیاهو په بیت المقدس کې د امريکا د ولسمشر مرستیال ته هرکلی ووایه او یادونه یې وکړه چې دا د هغه له پاره د ویاړ ځای دی چې پنس د «اسرائيلو پلازمینه بیت المقدس» ته راغلی دی. نیتانیاهو د امریکا او اسرائيلو د اتحاد ستاینه وکړه او ويې ویل چې دا له دې مخکې «هیڅکله دومره پیاوړی نه ؤ» لکه اوس چي دی. له مایک پنس څخه د اسرائیلو د صدراعظم دغه تود هرکلی د متحدو ایالاتو د ولسمشر د هغه تصیم په تعقیب کيږي چې په دسمبر میاشت کې یې بیت المقدس د اسرائیل د پلازمیني په توگه په رسمیت وپیژاند. له دغه تصمیم څخه فلسطینيان او ډيري عربي مشران سخت خواشیني شول. د فلسطینیانو د خپلواکمني ادارې مشر، محمود عباس لا مخکې اعلان کړی دی چې هغه به له مایک پنس سره ونه گوري.

پنس د ولسمشر ترمپ د «تاریخي تصمیم» دفاع وکړه

مخکې له دې چې د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال نن (دوشنبه د ۲۰۱۸ کال جنوري ۲۲ مه) اسرائیلو ته ورسیږي، په مصر او اردن کې د دغو هیوادونو له مشرانو سره ولیدل. د اردن له پادشاه ملک عبدالله سره د لیدنې کتنې پر وخت، پنس یو وار بیا د خپل ولسمشر د هغه تصمیم دفاع وکړه چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېني په توگه په رسمیت وپیژاند. خو د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال وویل چې هیواد يې د دوو دولتونو حل لارې ته هم ژمن دی، که چیري دواړه اړخونه سره موافقه وکړي: «ولسمشر ترمپ یو تاریخي تصمیم ونیو چې بیت المقدس د اسرايئلو د پلازمینی په توگه په رسمیت وپیژني، خو په دغه تصمیم که هغه دا هم روښانه کړې ده چې موږ په عین وخت کې د اردن چې د سپیڅلو زیارتونو د ساتونکي په توگه گنل کیږي، د نقش په هکله اعتراف لرو، دغه راز موږ دې ته هم ژمن یوو چې د وروستیو سرحداتو او د (بیت المقدس) د وروستی موقف په هکله کوم دریځ نه لرو، دا ټول مسایل د خبراترو یوه برخه جوړوي، لکه چې ما او ولسمشر نړۍ ته روښانه کړې ده، چې متحد ایالات د دوو دولتونو حل لاري ته ژمن دي، که چیري اړخونه سره موافق وي».

د اردون پادشاه ملک عبدالله انديښنه څرگنده کړه چې د متحدو ایالاتو له خوا بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېني په توگه په رسمیت پیژندل د فلسطینانو او اسرائیلو د شخړي له پای ته رسولو سره مرسته نه شی کولای.

فلسطینیان نور د امريکا په ناپلیتوب باور نه لري

کارپوهان په دی نظر دي چې د منځني ختیځ په کړکیچ کې د واشنگتن له دې نوي دریځ سره به فلسطينیان په اسرائیلو کې د مایک پنس سفر په  ډيري ځیرتیا سره وڅاري چې هغه څه وايي او د خپل حکومت دغه نوی دریځ څه ډول توجیه کوي. دا چې د اسرائیلو او فلسطينیانو ترمنځ د شخړې په پای ته رسولو کې واشنگتن وروسته له دې هم یو مینځگړی پاته شي، فلسطیني مشران ناهیلې شوي دي.

یوه فلسطيني فعال، جواد صیام دویچه ویله ته وویل چې وروسته له هغې چې ترمپ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېني په توگه په رسمیت وپیژاند، «هغوی د فلسطینیانو ټولي هیلې له خاورو سره خاوري کړې.» د صیام په آند په دې سفر سره په نوموړي «ښار کې کې پرته له دې چې لگه درگه نوره هم تند کړای شي، بل څه لاس ته نه راځي.»

په لومړي سر کې په پام کې وه چې د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستيال دا سفر به په سیمه کې له مسیحي لږکیو سره د ملاتړ په توگه څرگند کړای شي. خو داسي ښکاري چې هغه به په دې سپیڅلې خاوره کې له هیڅ مسیحي مشر او یا استازي سره ونه گوري.

له اسرائیلو سره د سولې په خبرو اترو کې د فلسطینیانو یوې پخوانې ویاندې، حنان عشراوي چې خپله هم مسیحې ده د منځني ختیځ د سولی په هڅو کې د امریکا متحدو ایالاتو پر نوي دریځ نیوکي وکړې او وویل چې هغه یو اړخیز دی: «پنس یوه بنسټپاله او افراطي اجندا لري، چې په بشپړه توگه د فلسطیني او عربي مسیحیانو د عقایدو پر خلاف ده، هغوی احساس کوي چې دوی سره خیانت شوی دی.»

دغه راز فلسطیني مسیحي کلیساوو هم د امريکا متحدو ایالاتو د ولسشمر ترمپ دا تصمیم چې بیت المقدس د اسرائیلو پلازمېنه وگرځي، انتقاد کړی دی، هغوی غوښتنه کړې ده چې د بیت المقدس اوسنی موقف باید خوندي پاتې شي.

AG,DW(B.H/N.Z)