1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منظور پښتین: پښتانه له جګړې ستړي شوي

۱۳۹۷ فروردین ۲۲, چهارشنبه

له دویچه ویله سره په مرکه کې د جګړې ضد فعال منظور پښتین، وایي چې د پاکستاني پوځ له خوا زورول کیږي ځکه چې هغه د پښتو د غیر قانوني وژنو پر ضد غږ پورته کړی او د خپل قوم د ژوند خراب وضعیت یې په یوه ملي موضوع بدله کړې ده.

https://p.dw.com/p/2vsCz
Manzoor Pashteen
انځور: DW/Shah Meer Baloch

«د پښتون ژغورنې غورځنګ» مشر منظور پښتین، له دویچه ویله سره په مرکه د دغه غورځنګ د هدفونو، پر هغه باندې د افغانستان د ملاتړ لرلو د تورونو او له پښتونو سره د لسیزو بې عدالتي چې سیمې د جګړې په میدان بدلې شوې، په اړه غږیدلی دی.

دویچه ویله: د «پښتون ژغورنې غورځنګ» اهداف څه دي او د پښتنو د نورو ګوندونو له اهدافو څه توپیر لري؟

منظور پښتین: زموږ اهداف روښانه دي. موږ غواړو چې ټول ورک شوي کسان دې آزاد شي. که هغوی کوم جرم کړی وي نو په یوه محکمې کې دې ورته سزا ورکړل شي. د پښتنو غیرقانوني وژنې دې ختمې شي. یو قضایي کمیسیون دې رامنځ ته شي او دغه وژنې دې وڅیړي، ځکه موږ فکر کوو چې هغه له مخکې پلان شوې دي. نقیب الله محسود، چې د راو انور [په کراچۍ کې د پولیسو چارواکی] له خوا ووژل شو، په ناسمه توګه د طالب په پلمه قتل شو.

موږ همداراز غواړو چې چارواکي په فاټا سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال ځای پر ځای شوي ماینونه پاک کړي، نیمه پوځي قواوې دې د تلاشۍ په پلمه د پښتونو کورنیو زورونه بنده کړي او په شمال او سویلي سیمو کې دې خلک په امنیتي پوستو کې نه سپکیږي. دا زموږ غوښتنې دي. زه فکر کوم چې د پښتنو نورو ګوندونو پرې ټینګار نه دی کړی.

دویچه ویله: د نادرکه شویو کسانو د آزادولو په اړه ستاسو غوښتنې ته د پاکستان پوځ څه ځواب درکړی؟

استخباراتي ادارو ما ته ویلي دي چې زه باید له دې غوښتنې لاس واخلم. خو ما هغوی ته روښانه کړې ده چې که آن ټول نادرکه شوي کسان یې وژلي هم وي، نو باید دغه څه موږ ته ووایي. هغوی ما ته ویلي چې د نادرکه کسانو د آزادي او د غیري قانوني وژنو له درولو پرته به نور هر څه ومني.

دویچه ویله: تاسو د یکشنبې په ورځ په پیښور کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو د ویاند احسان الله احسان، او د پخواني لومړي وزیر پرویز مشرف، د محکمې غوښتونکي یاست. دا کار څوک کولی شي؟

زه یوازې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کیدو په اړه خبرې کوم خو ځینو کسانو د «خائن» او «ترهګر» ټاپه لګولې ده. خو احسان الله احسان تر ټولو لوی ترهګر دی او مشرف اصلي خائن دی چې د پاکستان دیموکراتیک جوړښت یې خراب کړ او د بلوچستان د پخواني لومړي وزیر نواب اکبر بوګدي، د وژلو په ګډون یې ډیر جرمونه ترسره کړل.

مشرف او احسان دواړه د بیګناه کسانو د وژنو مسئول دي. احسان دا کار د خپل ترهګر سازمان له لارې وکړ او مشرف بیا د اساسي قانون خلاف عملیاتو له لارې عام وژنه ترسره کړه چې په پایله کې یې زموږ سیمې بربادې شوې.

دویچه ویله: د نادرکه شویو کسانو او غیر قانوني وژنو موضوع یوازې په فاټا پورې محدوده نه ده. ایا پلان لری چې د پاکستان په نورو برخو کې له زیانمنو شویو کورنیو سره کار وکړي چې مؤثرتیا مو ډیره شي؟

زه به خوشحاله شم چې له نورو سره یوځای کار وکړم. دا یوه ملي موضوع ده او موږ یې باید په نطفه کې له منځه یوسو.

دویچه ویله: تاسو وایي چې پاکستاني پوځ د پښتنو د زوریدو لامل دی. ستاسو دغه ادعا پر څه ولاړه ده؟

پاکستان لوړپوړو پوځي چارواکو په وار وار ویلي دي چې هغوی مجاهدین رامنځ ته کړل او له پښتنو څخه یې د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد جګړه کې کار واخیست. له هغه وخت راهیسې فاټا د یاغیانو له پاره د یوه امن پټنځای په توګه کارول شوې ده او د ترهګرو د روزنې سیمه ده. پښتانه له دې کبله ډیر زوریدلې دي.

دویچه ویله: ایا ستاسو غورځنګ د پاکستان او افغانستان پښتانه سره یو کولای شي؟

زموږ غورځونګ د پښتونو د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو ضد دی. دا د اساسي قانون پر اساس یو غورځنګ دی، ځکه زموږ یوه غوښتنه هم د اساسي قانون پر خلاف نه ده. که له پاکستان څخه د طالبانو پټنځایونه پاک شي، په ځانګړې توګه له فاټا څخه، او که د پاکستان حکومت د «ښو او بدو طالبانو» سیاست پریږدي، نو د افغانستان پښتانه به هم د آرامي ساه وباسي.

دویچه ویله: ایا د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستاني چارواکو له خوا ګواښل کیږي؟

یو شمیر امنیتي چارواکو راته ویلي دي چې که مې خپل فعالیتونه و نه درول نو ما به «خائن اعلان» کړي. هغوی همدا کار وکړ. هغوی اوس زما پر ضد د پروپاګندا یو کمپاین پیل کړی چې ګواکې زه د هندوستان او افغانستان استخباراتي ادارو له پاره کار کوم. هغوی همداراز زه ګواښلی یم چې د «حکومت پر ضد فعالیتونو» په تور به مې بندي کړي.

حقیقت خو دا دی چې هغوی داسې کوم ثبوتونه په لاس کې نه لري، چې ثابته کړي چې افغانستان زما ملاتړ کوي. زه یوازې د پښتنو د اساسي حقونو له پاره مبارزه کوم. زه ویره نه لرم ځکه زه د خلکو ملاتړ له ځان سره لرم. پښتانه له دې جګړې او «مړ یې کړه او سترګې پرې پټې کړه» سیاسته ستړي شوي دي.

نوټ: دغه مرکه شاه میر بلوچ په اردو ژبه ورسره کړې او د وضاحت له پاره اصلاح شوې ده.