1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. کي کومو غيرمسلمان هيوادونو د ټرمپ پرېکړي ضد رايه ورکړه؟

۱۳۹۶ دی ۲, شنبه

ډونلډ ټرمپ بيت المقدس ته د امریکايي سفارت د انتقال امر وکړ. خو د م.م. اکثريت غړو د دغې پرېکړي ضد اعلاميې ته رايه ورکړه. د ټرمپ پرېکړي ضد رايه ورکونکي غير مسلمان هيوادونه دلته وپېژنئ:

https://p.dw.com/p/2ps6x
Jerusalem - Tempelberg nach Trumps Jerusalem-Entscheidung
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Schalit

د ملګرو ملتونو عمومي غونډي د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۱مه نېټه په لوی اکثريت يوه اعلاميه تصويب کړه. په دغه اعلاميه کي پر دولتونو ږغ سوی دی چي خپل دپلوماتيک دفاتر لکه سفارتونه دي و بيت المقدس ته نه لېږدوي. په دغه غونډه کي د ۲۱ هيوادونو پلاوی غير حاضر ول او په دې توګه يې په رايه کي برخه نه واخيسته. ۱۲۸ هيوادونو د دغې اعلاميې په حق کي او ۹ هيوادونو ګويته مالا، هوندوراس، اسرائيل، مارشال جزيرې، د ميکرونېزيا فدرالي ايالتونه، ناورو، پالاو، توګو او د امریکا متحده ايالتونو د دغې اعلاميې پر ضد رايه ورکړه. ۳۵ هيوادونو نه د دغې اعلاميې په حق کي او نه يې پر ضد رايه ورکړې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2017):