1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په نړۍ کي د تارياکو تولید کم سوی

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ تیر ۴, جمعه

له مخدرو موادو او جنايتونو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې ادارې د تارياکو د تولیداتو ددغه کمښت اصلي دلیل پروسږکال په افغانستان کي دهغوی خراب محصولات یاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/1JCGz
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

خو د تارياکو د تولیداتو پر دغه کمښت سربیره - UNODC د پنجشنبې په ورځ (د۲۰۱۶ م کال د جولای ۲۳ نیټه) په خپل خپاره سوي کلني رپوټ کي د هیروینو د مختلفو انواعو د ډیریدو څخه خبرداری ورکړی دی.

ددغي ادارې دتحقیقاتو د څانگي مشري «انگیل مي» په ویانا کي فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دی چي «هیڅ داسي دلیل وجود نلري، چي هغه سړی ومني چی د تاریکو دغه لږوالی به په افغانستان کي د هیروینو پر تولیداتو باندي منفي اثر وکړي.»

د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنایتونو سره دمبارزې ادارې- UNODC رئیس «یوري فیدوفتوف» په نوموړي رپوټ کي ویلي دي چي هیروین اوس هم داسي مخدر مواد دي، چي په دنیا کي تر ټولو ډیر انسانان وژني او دغه مشکل باید ژر تر ژره حل سي.

په دې توگه په ۲۰۱۵ م کال کي د تارياکو تولید ۳۸ سلنه راکم او د ۷۷۳۰ ټنه څخه ۴۷۷۰ ټنه ته راکښته سول. خو تر هغه دمخه کال کي(۲۰۱۴م ) له څو لسیزو راهیسي ډیر تاریاک تولید سوي وه.

د هغه علت لکه څرنگه چي مخکي وویل سو، په افغانستان کی خراب محصولات وه. په افغانستان کي د ټول جهان په سطح ۸۵ فیصده تاریاک تولیدیږي. هیروین د اومو تارياکو څخه جوړیږي.

د اټکلونو پراساس په ټوله نړۍ کي ۲۹ ميلیونه انسانان مخدر مواد اخلي، او شاوخوا۱۷ ميلیونه یې د هیروینو، تاریکو او مورفینو معتاد دي.

په تیرو دواړو کلونو کي د افغانستان د تاریاکو بې حده ډیر لیږل ددې سبب سول چي د امريکا متحدو ايالاتو بازار د ارزانه هیروینو څخه ډک سی. نتیجه دا سوه چي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ م کلونو تر منځ له هیروینو څخه د مړو سو کسانو تعداد ۱۰۸۰۰ تنو ته ورسیږي.

د ملگرو ملتونو د مخدرو موادو ددغه رپوټ پراساس ددې نخښي موجودي دي چي د هیروینو قاچاق اروپا ته هم مخ پر ډیریدو دی. دهغه دلیل په ایټالیا او فرانسه کي د مخ پر ډیریدونکي هیروینو ضبطیدل دي.

په رپوت کي همدارنگه راغلي دي چي بیا په جهان کي د کوکاینو بازار مخ پر کښته روان دی. په دې ډول چي د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۴ مو کلونو تر منځ د کوکاینو کښت تر ۳۰ سلنه لا هم ډیر راکم سوی دی.

د هغه علت په ملي سطح د کوکاینو د کښت او قاچاقبرانو سره مبارزه ده. په عین حال کي د کوکاینو بزگرانو ته داسي الترناتیفي پروگرامونه جوړ سوه چي وکولای سي نور بوټي هم وکري اوبازار ورته پیدا سي. د کوکاینو د تولید اصلي تولیدونکی هیواد کولمبیا ده.