1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په افغانستان کې د ترياکو توليد دوه برابره شوی دی

۱۳۹۶ آبان ۲۴, چهارشنبه

ملگرو ملتونو ويلي دي چې په روان ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان په هغو سيمو کې چې کوکنار پکښې کرل کيږي، د ترياکو توليد نوي ريکارد جوړ کړی دی. دوی اټکل کړی چي ۹۰۰۰ ټنه به وي.

https://p.dw.com/p/2nfAO
Land und Leute in der Provinz Helmand, Afghanistan
انځور: AP

له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کي د ملگرو ملتونو دفتر (UNODC) په خپله کلنۍ سروې کې موندلې ده چې په افغانستان کې چې د نړۍ د مخدرو موادو له اصلي سرچينو څخه بلل کيږي، سږ کال د ترياکو توليد کابو ۹ زرو ټنو ته رسيږي.

د ياد دفتر له خوا ویل شوي: «د وسله والو په فعاليتونو کې زياتوالی او د ترهگرو ډلو د تمويل له وجې به ښايي د افغانستان د کمې بیې او لوړ کيفيت هيروين د نړۍ په ټولو بازارونو کې مصرفونکو ته ورسيږي چې دا به د مخدره موادو د استعمال د زياتيدو سبب وگرځي.»

د ملگرو ملتونو د تيرکال په رپوت کې افغان حکومت ته خبرداری ورکړل شوې وو چې د هيواد د کوکنارو د کرکيلې په سيمو کې د امنيتي وضعيت د خرابيدو له وجې هغو هڅو ته زيان رسيږي چې د کوکنارو د کښت د له منځه وړولو له پاره کيږي. دغه ډول پروژې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو حکومت تر ړنگيدو وروسته امريکا متحدو ایالاتو پيل کړي.

په داسي حال کي چي سږکال پر تقريباً ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي، افغان چارواکي توانېدلي دي چي يوازي ۷۵۰ هکټاره مځکه له کوکنارو پاکه کړي.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخي د تيرکال په پرتله سږکال په افغانستان کي د کوکنارو کښت ۶۰ سلنه ډير وو. په راپور کي ويل شوي دي چې تر ټولو ډېر کوکنار(۷۹سلنه) په هلمند ولايت کي کرل شوي دي. په راپور کي په شمالي ختيځو سيمو کي هم د کوکنارو کښت د ډېرېدو خبره شوې ده.

د رپوټ په حواله په دې توگه له تير کال راهيسې د هکټار پر سر د مخدره موادو اوسط توليد ۱۵ سلنه لوړ شوی دی.

په راپور کي دا هم راغلي دي چي د سږکال د کوکنارو حاصلات (تر پروسس مخکي)  ۱،۴ ميليارده ډالر اټکل سوي دي.