1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: له افغان کډوالو سره بايد نرم چلند وسي

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ د پاکستان پر دولت ږغ کړی دئ چي د افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او هغوی په جبر له خپلي خاوري څخه شړلو ته اړ نه باسي.

https://p.dw.com/p/14EhG
انځور: picture alliance/Photoshot

دمګړۍ شاوخوا یو ميلیون افغانان د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې اوسي. د پاکستان حکومت د ژمي د موسم له خطمیدو سره سم یو وار بیا افغانانو ته خبر داری ورکړی دئ چي د دوی له خاوري څخه ووزي.

پاکستان وايي په هيواد کي ئې ډیری افغانان د نا امنيو په ډيرو پیښو کې لاس لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خپلو اړوندو ادارو ته امر کړی دئ چې یو ځل بیا د افغانانو نیولو پيل کړي او خپل وطن ته ئې ولېږي.

د پاکستان حکومت ويلي دي چي دا ځل به د پاکستان په ښارونو کې کوڅه په کوڅه او کور په کور په ناقانونه افغان کډوالو پسي گرځي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیرغړي بیا د پاکستان دغه کار د ټولو قوانینو خلاف بولي.

هغوی وایې ډيری ترهگر د پاکستان په خاوره کي روزل کیږي او نه یوازي داچي خپل هيواد ته گواښ دي، بلکي د پولي داغاړه ئې هم نا امنه کړې ده.

د ولسي جرگې غړی حاجي فرهاد وايي: «د ترهګرۍ مرکزپاکستان دئ، هغه کسان چي په پاکستان کي ترهگر يرغلونه کوي، هغه کسان دي چې پخپله پاکستان کي روزل کیږي او بیا زموږ په وطن کي ترهگر بریدونه کوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د کمېشنرۍ ویاند وایې چي د پاکستان دغه خبرداری هغو افغانانو ته مخامخ دئ چې په ناقانونه توگه په پاکستان کې ژوند کوي.

د دغه ادارې ویاند جاودید فرهاد وايي چي که څه هم د ملګرو ملتونو، پاکستان او افغانستان تر منځ په پاکستان کې د افغان کډوالو په باب یو درې اړخیز کمېسیون له څو کلونو راهیسي کار کوي خو دغه کمېسیون یوازي د هغو افغانانو د ستونزو د هوارولو توان لري چې په پاکستان کې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

«د ملګرو ملتونو د کډوالوچارو کمېشنري، په پاکستان کې د هغو افغانانو په اړه هیڅ راز مسئولیت نه لري چې د اقتصادي دلايلو له کبله هغه هيواد ته کډه کیږي او یا هم په هغه هیواد کې د پاتېدلو قانوني اسناد په لاس کې نه لري».

څه موده وړاندي ايران هم د افغان کډوالو د را ايستلو هوډ کړی وو خو وروسته بیا د ژمي د سړې هوا په خاطر ئې دا کار لږ وځنډاوه.

ايران او پاکستان هغه هيوادونه دي چي تر اوسه هم ډير افغان گډوال په قانوني اوغير قانوني توگه ژوند کوي.