1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: داعش د ايزديانو نسل وژني ته دوام ورکړی

۱۳۹۶ مرداد ۱۳, جمعه

داعش د ۲۰۱۴م کال په اگست مياشت کي په عراق کي د ايزديانو په هدفمنو وژنو پيل وکړ. دغه کار ملگرو ملتونو د دغه قومي اقليت نسل وژني وگڼله. خو په عراق کي د داعش پر سختو ماتو سربيره اوس هم د ايزديانو وژني رواني دي.

https://p.dw.com/p/2hgYU
Traumazentrum im Irak
انځور: picture-alliance/dpa/A. Martins

ملگرو ملتونو د ديني او مذهبي اقليتونو پر وړاندي د تروريستي ډلي داعش (اسلامي دولت) د زورزياتي په اړه اندېښنه ښوولې ده. د دغه سازمان يوې کمېټې چي په سوريه کي د نړيوالو بشري حقونو د نقضولو په اړه په څېړنو بوخته ده، په خپل يوه تازه راپور کي ويلي دي چي داعش اوس هم د ايزديانو وژنو ته دوام ورکړی او نړيوالي ټولني ئې په اړه هيڅ اقدام نه دی کړی.

د ملگرو ملتونو په خبره داعش ډلي د ۲۰۱۴م کال په اگست مياشت کي د عراق په شمال سنجار سيمه کي د ايزديانو د نسل وژني کمپاين پيل کړ. د بشري حقونو په برخه کي د ملگرو ملتونو عالی کمسارۍ پر سنجار سیمه باندي د داعش د يرغل د دريمي کليزي په اړه راپور کي راغلي دي: «له دې سره سره چي د ۱۹۴۸م کال د تړون له مخي دولتونه د نسل وژني د مخنيو او عاملانو په مجازات کولو مکلف دي اوس هم نسل وژني دي او د دغه عمل مخنيو ته رسېدگي نه ده سوې.»

ايزديان چي د عقيدې او اعمالو قدامت ئې نژدې زرو کالو ته رسيږي، د داعش له خوا د «کافرانو» په نوم تعقبيږي. د دغي تروريستي ډلي جنگياليو په زرونو ايزديان وژلي يا ئې يرغمل کړي دي. د دوی پر سيمه باندي د داعش (اسلامي دولت) ډلي يرغل ډېر ايزديان دې ته مجبوره کړي دي چي له خپلو مېنو وتښتي.

هلکان ورک او له نجوني د مينځو کار اخيستل کيږي

په تيرو درو کلونو کي په زرونو ايزدي نارينه ورک سوي او له نژدې ۳۰۰۰ ايزدي نجونو او ښځو سره د داعش زورزياتی روان دئ. د ملگرو ملتونو ځانگړي گمېټې ويلي دي چي په دې زورزياتيو کي جنسي تيري او وهل ټکول هم شامل دي. پر دې سربيره ويل سوي دي چي دغه ښځي او مېرمني د مينځو په توگه پلورل کيږي هم.

د نړيوالو قوانينو د نقضولو د بررسۍ په برخه کي د ملگرو ملتونو دغي کمېټې له ټولو اړخونو څخه غوښتي دي چي د داعش پر وړاندي مبارزه گړندۍ او د دغي ډلي له بنده د ايزديانو د آزادۍ تلاښ وکړي. دغي کمېټې دغه راز له نړيوالي ټولني څخه غوښتي دي چي داعش بايد د داسي ډلي په توگه وپيژني چي د ايزديانو نسل وژنه يې کړې ده او محکمې ته ئې راکش کړي.

په سنجار او د هغه په شاوخوا سيمه کي د داعش تر يرغل مخکي نژدې ۴۰۰ زرو ايزديانو ژوند کاوه. پر دې سيمه باندي د داعش د ولکې پر مهال ايزديان په بشپړه توگه له خپلو مېنو ووتل او اوس چي له دغي سيمي تروريستي ډله داعش بيرته پر شا سوې ده يوزاي زر کورنۍ خپلو مېنو ته راستنې سوي دي. دا چي دې سيمي ته ډيري لږ کورنۍ بيرته راستنې سوي دي، دليل ئې د دغي سيمي پر سر د شيعه او کردي ملېشو ترمنځ د کنترول جنجال دئ.

د سنجار ښار د ښاروالۍ مسئول جلال خلف رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د خدماتو نه شتون او پر دغي سيمي باندي سياسي جنجالونه د کورنيو د بيرته راتگ خنډ سوي دي.

سمنتا ایرلی/ ن.ز

زموږ له ارشيف څخه: