1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د افغان مهاجرو د جبري لېږد پر قانونيت شک وښود

۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان له يونان څخه و ترکيې ته د افغان مهاجرو لېږد وغانده. دغه افغانان د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د ځانګړي تړون په ترڅ کي لېږدول سوي ول.

https://p.dw.com/p/1IPcu
انځور: Reuters/G. Moutafis

له يونان څخه ترکيې ته د پناه غوښتونکو لېږد د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريمل ۴مه نېټه) په عملي توګه پېل سو. په دې ترڅ کي په بېرته لېږدول سوو کي يو شمېر افغانان مهاجر هم شامل دي.

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان UNHCR په دې هکله شک ښودلی چي دغه بېرته لېږد به قانوني وي. په يونان کي د ياد سازمان استازي فيليپه لېکلرک د سه شنبې په ورځ د ۱۳ لېږدول سوو افغان مهاجرو بېلګه ياده کړه چي د دوشنبې په ورځ ترکيې ته لېږدول سوي ول. ياد افغان پناه غوښتونکي د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د تړون د عملي کېدو په ترڅ کي بېرته لېږدول سوي ول.

فيليپه لیکلرک پر دې ګوتڅنډنه کړې ده چي ديپورت سوي افغانانو په اصل کي غوښتل چي په يونان کي د پناه غوښتنه وکړي خو پر سم وخت نه دي ثبت کړل سوي. د نوموړي په وينا د نه ثبتېدو له کبله دغو افغانانو ونه کړلای سوای چي د پناه رسمي غوښتنه وکړي. خو د يونان حکومت وايي چي د دوشنبې په ورځ ترکيې ته لېږدول سوي ۲۰۰ پناه غوښتونکي ټول داسي ول چي په يونان کي يې د پناه غوښتنه نه وه کړې.

د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د ځانګړي تړون له مخي به هغه پناه غوښتونکي بېرته يونان ته لېږدول کيږي چي د مارچ د ۲۰مې نېټي وروسته يونان ته رسېدلي وي او يا خو يې پناه غوښتنه رد سوې وي او يا يې د پناه غوښتنه نه وي کړې.

د تړون له مخي به په هغومره شمېر پناه غوښتونکي چي ترکيې ته لېږدول کيږي، له ترکيې څخه د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو له خوا په قانوني توګه منل کيږي.

د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان UNCR استازي فيليپه لیکلرک ويلي دي چي کوم ۱۳ افغانان چي بېرته ترکيې ته لېږدول سوي، هغوی «هيله څرګنده کړې وه چي د پناه غوښتني اجازه دي ورته ورکوله سي.» د نوموړي په وينا دا چي هغوی ته د پناه غوښتني چانس برابر نه سو ښايي د يونان په خيوس ټاپو کي «ګډوډی» او بې نظمي يې يوه وجه وي. په ياد ټاپو کي په سلهاؤ پناه غوښتونکي موجوده دي.

د UNCHR استازي ليکلرک پر دې هم ټينګار کړی دی چي ياد ۱۳ افغانان بېله د هغوی د رضا څخه له يونان څخه ايستل سوي دي.

ياد سازمان د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د لاسليک سوي تړون پر قانونيت شک لري او ورباندي تنقيد کوي. دغه سازمان اروپايانو ته خبرداری ورکړی ؤ چي د پناه غوښتونکو په ايستلو سره ښايي د مهاجرو د ساتنې د نړيوالو قواننيو د ماتېدو مرتکب سي.