1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : ايران په پټه سوريې ته وسلې ورکوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چي د سوریې رژیم په غیر قانوني ډول له ایران څخه وسلې تر لاسه کوي. په همدې حال کي د المان کابینې پریکړه وکړه چي د ملګرو ملتونو د اوربند د څار په عملیاتو کي به ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/14wxP
انځور: picture-alliance/dpa

پر ایران باندي د ملګرو ملتونو د څار د کمېسیون غړو تر اوسه پوري د ایران له خوا سوریې او طالباتو ته د غیر قانوني وسلو د استولو درې مورده موندلي دي. دا خبره آژانسونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سرچینو په حواله کړې ده.

د آژانسونو په رپوټونو کي راغلي دي چي ایران په اسنادو کي د تقلب له کولو سره هڅه کړې ده چي سوریې ته د وسلو استول پټ وساتي او پر ځان باندي له نړیوالو تحریمونو څخه مخنیوی وکړي.

ایران په سیمه کي د بشارالاسد وروستی متحد

ایران په سیمه کي د سوریې د رژیم وروستۍ متحد دﺉ. د بشارالاسد رژیم د ۲۰۱۱ کال د مارچ له میاشتي راهیسي د لاریون کوونکو پر وړاندي له تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخي تر اوسه پوري په سوریه کي ۹۰۰۰ کسان وژل شوي دي. که څه هم د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو د سولي پلان منل شوی دئ او د اوربند اعلان شوي دئ خو بیا هم په دغه هیواد کي تاوتریخوالی روان دئ.

په لندن کي د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چي یوازي د چهارشنبې په ورځ په سوریه کي ۲۶ کسان ووژل شول. د دې ادارې په خبره د چهار شنبې په ورځ په وژل شوو کسانو کي د حمص د ښاره ۱۵ تنه ملکي کسان هم شامل ول چي د دولتي ځواکونو له خوا اعدام شوي دي.

المان د اوربند د څار په عملیاتو کي ونډه اخلي

په برلین کي د المان د فدرال حکومت کابینې پریکړه وکړه چي په سوريه کي د ملگرو ملتونو د اوربند د څار په عملیاتو کي گډون وکړي. په پلان کي ده چي المان به سوریې ته خپل لس تنه غیر مسلح سرتیري واستوي. د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله، وویل چي المان غواړي له سوله ییزي لاري د سوریې د شخړي د ختمولو له هڅو څخه لیري پاته نه شي.

د المان د دفاع وزیر توماس دیميزیر په دې اړه وویل: «د سوریې په عملیاتو کي چي هر څومره ډیر کسان گډون وکړي په هماغه اندازه د دې عملیاتو تاثیر پر بشارالاسد باندي ډیریږي.»

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل