1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په اوکراین کې تر اوسه ۲۰۰۰ کسان وژل شوي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۲۳, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د اټکل له مخې د اوکراین په ختیځ کې د روانې جگړې له کبله تر اوسه پورې تر ۲۰۰۰ تنو ډیر کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوس دغې سیمې ته روسي بشري مرستې د رسیدو په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/1CuZj
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو یوې ویاندې په جینوا کې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې یوازې په تیرو دوو اوونیو کې د دغې جگړه له کبله د وژل شویو کسانو شمیر څه نا څه دوه برابره شوی دی. دا موضوع د دې خبرې څرگندويي کوي چې په سیمه کې جگړه لا سخته شوې ده.

دغې ویاندې روښانه کړې ده چې د اپریل په منځ کې د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو او د کیف د حکومت تر منځ د نښتو په پایله کې هر ورځ په اوسط ډول له ۶۰ څخه ډیرو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. په دغو کسانو کې ملکي تلفات او د اوکراین د پوځ او بیلتون غوښتونکو شاوخوا ۵۰۰۰ ټپي شوي غړي هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د اوکراین په ختیځ کې جگړه روانه ده. ویل شوي دي چې په یوې تازه پیښه کې پنځه تنه ملکیان او د «ښې اړخه سکتور» دولس تنه پلویان وژل شوي دي. دغه کسان د بیلتون غوښتونکو پر یوه کمین تر برابریدو وروسته له منځه تللي دي.

«ښې اړخه سکتور» د کیف به لاریونونو کې چې په پایله کې یې د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ حکومت راوپرځید، فعاله او پراخه ونډه لرله. دغه ډله اوس په یوه گوند باندې بدله شوې ده چې یو شمیر غړي یې د اوکراین له پوځ سره یوځای شوي دي.

له بلې خوا بیا داسې ښکاري چې د اوکراین ختیځ ته د روسي بشري مرستو د رسیدو پر سر شخړه یو څه آرامه شوې وي. په داسې حال کې چې تر دې مخکې کیف د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې دغو سیمو ته د روسیې د مرستو د رسیدو مخالفت کاوه اوس د ولسمشر یوه ویاند ویلي دي چې «هیڅ یو متمدن هیواد د بشري مرستو مخالفت نه کوي». خو اوس هم په کیف کې د دغو مرستو پر ضد ځینې غږونه پورته کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب