1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: ایبولا تر موږ گړندۍ روانه ده

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مهر ۲۳, چهارشنبه

ایبولا په سویلي افریقا کې د خپریدو په حال کې ده. د روغتیا نړیوال سازمان د دې موضوع له کبله اندیښمن دی. که همدا اوس لا جدي تدابیر و نه نیول شي نو کیدای شي چې دغه ناروغۍ د دیسمبر میاشتې څخه په لا گړندۍ توگه خپره شي.

https://p.dw.com/p/1DVoa
انځور: Reuters/Paul Hanna

د روغتیا نړیوال سازمان یوه لوړ پوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ په جینیوا کې وویل چې په سویلي افریقا کې تر راتلونکې دیسمبر میاشت پورې په هرې اوونۍ کې پر ایبولا د اخته کیدونکو کسانو شمیر له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې لوړیدای شي.
د دغه سازمان مرستیال بروس ایلوارد، روښانه کړه چې هڅه کیږي د مناسبو تدابیرو او د ناروغانو د بیلولو په پایله کې دغه شمیر راټیټ شي.

په گینیا، لایبریا او سیرې لیون کې په ایبولا د اخته کسانو شمیر دغه اوونۍ ۹۰۰۰ ته رسیدای شي. تر اوسه پورې په دغو درو هیوادونو کې د ایبولای د ناروغۍ له کبله تر ۴۴۰۰ ډیر کسان مړه شوي دي.

د ملگرو ملتونو چارواکو همداراز ویلي دي چې په نایجریا او سینیگال کې د ایبولا د محدودې ودې د پای ته رسیدو تمه کیږي. په سینگال کې یوازې یو کس په ایبولا اخته شوی دی او نایجریا بیا په دې ناروغۍ ۲۰ اخته کسان ثبت کړي دي. د دغو کسانو له ډلې څخه اته تنه یې مړه شوي دي.

له بلې خوا بیا په گینیا، لایبریا او سیرې لیون کې په یوې اوونۍ کې په ایبولا د اخته کیدونکو کسانو شمیر اوس ۱۰۰۰ تنو ته رسیږي. ایلوارد، ویلي دي چې اوس لا وختي ده چې سړۍ د ناروغۍ د خپریدو د کچې د لویدو په اړه خبرې وکړي. دغه چارواکي گواښ کړی دی چې د لا ډیرو تدابیرو له نیولو پرخه د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو مخنیوي ناممکنه ده.

اوس هم ډیر کسان نه شي کولای چې پر ایبولا تر اخته کیدو وروسته ځان په وخت روغتیایي مرکزونو ته ورسوي. چارواکي اندیښنه لري چې ایبولا په ډیرې گړندۍ توگه وده کوي. د ملگرو ملتونو د ایبولا ضد پیړني اقدام ادارې مشر انتوني بنبوري، وویل: «ایبولا تر موږ مخکې ده.» هغه زیاته کړه: «دا ناروغۍ تر موږ گړندۍ روانه ده او د گټلو په حال کې ده.»

د ایبولا ساري ناروغي د انسان د بدن د مایعاتو له لارې له یوه څخه بل ته انتقالیږي. که یو څوک د دې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي نو د هغه په بدن کې د ایبولا ډیر وایرسونه موجود وي او که ورسره سم چلند و نه شي نو کیدای شي چې ډیر نور کسان هم اخته کړي.

تر دې مخکې یو امریکایي وگړی هم په متحده ایالاتو کې د ایبولا له کبله مړ شوی وو. اوس نړیواله ټولنه د دې ناروغۍ د مخنیوي له پاره د سویلي افریقا له هیوادونو سره مرسته کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب