1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: اروپا ته د راغلیو مهاجرو ۲۱ سلنه افغانان دي

۱۳۹۴ دی ۹, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (UNHCR) وايي چې په ۲۰۱۵ کال کې له یو میلیون څخه ډیر مهاجر د مدیترانې له سمندرګي څخه تیر شوي دي. د دې سازمان د رپوټ له مخې د دې مهاجرو ۵۰ سلنه له سوریې څخه دي.

https://p.dw.com/p/1HWBP
Deutschland Flüchtlinge in Deggendorf
انځور: Getty Images/J. Koch

دا شمیره د ۲۰۱۴ کال په پرتله څلور برابره ډیروالی ښيي. په ۲۰۱۴ کال کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان ویلي وه چې ۲۱۹ زره کسانو د سیند له سختو لارو ځان اروپا ته رسولی دی.

دې سازمان ویلي دي: «د هغو کسانو چې دا سختې لاري یې وهلي دي، ډیر شمیر یې نړیوال محافظت ته اړتیا لري.»

د مهاجرو کړکیچ د قابو کولو پر تګلارې د نظر د اتفاق نه شتون د اروپايې اتحادیې د مشرانو تر منځ درز رامنځته کړی دی. ډیر شمیر مهاجرین په جګړه ځپلو هیوادونو کې له تاوتریخوالي څخه تښتي او اروپا ته د یو هوسا ژوند په تمه راځي.

د دې سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۵ کال د جنوري میاشتي له لومړۍ نیټې راهیسې ۱۰۰۰۵۷۳ انسانانو د مدیترانې د سمندرګي له لارې څخه ځان اروپا ته رسولی دی او همداراز په دې لاره کې ۳۷۳۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې کسانو ډیر شمیر یونان ته راغلي دي. د کال له پیل راهیسې ۸۴۴۱۷۶ انسانان یونان ته رسیدلي دي او بیا ۱۵۲۷۰۰ انسانان ایتالیا ته رسیدلي دي.

دا شمیرې د سوريي د پنځه کلنې کورنۍ جګړي تاثیر ښيي چې د مهاجرت شکل یې بدل کړی دی.

په سوریي کې د تاوتریخوالي له کبله څلور میلیونه کسان دې ته اړ شوي دي چې خپل کورونه پریږدي. تر سږ کال پورې دا شمیر کسان د سوریې په ګاونډیو هیوادونو کې استوګن ول.

سر بیره پر دې چې ترکیې، اردن او لبنان ډیر شمیر سوریایي مهاجرو ته پناه ورکړې ده خو د سږ کال له پسرلي راهیسې بیا ډیر شمیر سوریایي مهاجرو اروپا ته مخ کړی دی.

Symbolbild - Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

په جون میاشت کې ۵۰ زره کسان له سمندر څخه تر تیریدو وروسته اروپا ته ورسیدل خو دا شمیره بیا په سپتمبر میاشت کې ۱۵۰ زره کسانو ته ورسیده او همداراز په اکتوبر میاشت کې ۲۱۸ زره کسانو ته لوړه شوه.

له سوریایانو ورسته، افغانان د مهاجرو تر ټولو لویه ډله جوړوي چې سږ کال اروپا ته د راغلیو مهاجرو ۲۱ سلنه افغانان دي. له افغانانو ورسته بیا اته سلنه عراقیان او څلور سلنه اریتریایان اروپا ته رسیدلي دي.

له پاکستان، نایجیریا، سومالیا، سودان، ګامبیا او مالي هیوادونو څخه هم مهاجرو ځان اروپا ته رسولی دی خو شمیرې یې ټیټې دي.

په عین حال کې د اروپا په ځینې سیمو کې د مهاجرو پر ضد مفکوره هم ډیر پلویان لري. د چک جمهوریت ولسمشر میلوس زیمان په خپلې ورستینۍ وینا کې وویل چې د مهاجرو څپې د اروپا «یو پلان شوی اشغال» دی.

هنګري هم د مهاجرو پر وړاندې یو سخت دریز لري.