1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په هرو دریو ثانیو کې یو کس بې ځایه کیږي

۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبه

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ ویلي چې د ۲۰۱۶م کال تر پایه د سوریې او جنوبي سودان په څیر هیوادونو کې د ویجاړونکو ناورینونو، زورزیاتیو او د جزایي تعقیب له امله ۶۵،۶ میلیونه انسانان بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/2euCZ
Jordanien Flüchtlingscamp Azraq
انځور: Dale Gavlak

د مهاجرینو په اړه د ملګرو ملتونو د تازه خپرو شویو معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې ۳۰۰ زره ډیر انسانان بې ځایه شوي دي او په مجموعي ډول دغه شمیر بیا د ۲۰۱۴م کال په پرتله د ۶ میلیونو بې ځایه شویو انسانانو په ډیریدو سره خپلې نوې لوړې کچې ته رسیدلی.

د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنري یا «UNHCR» مشر فلیپو ګراندي، د رپوټ تر خپریدو مخکې له خبریالانو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې هکله وویل: «له هغه وخت راهیسې چې موږ د بې ځایه شویو کسانو د شمیر ثبت پیل کړی، دغه شمیر تر ټولو لوړ دی.»

نوموړي په دې هکله زیاته کړه چې په هیڅ صورت دغه څه د منلو وړ نه دي او دا شمیرې ښيي چې د کړکیچونو د حل او مخنیوي له پاره پر ګډ هدف او زموږ د یو والي له پاره اړتیا شته.

د مهاجرینو د نړیوالې ورځې څخه  مخکې خپرې شوې دغه شمیرې ښيي چې یوازې تیر کال ۱۰،۳ میلیونه انسانان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي. له دې ډلې څخه یوازې ۳.۴ میلیونه کسان بیا په دې توانیدلې چې له نړیوالو پولو واوړي او په نورو هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي.

د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنري یا «UNHCR» په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې په دې ترتیب سره په هرو دریو ثانیو کې یو کس بې ځایه شوی او دا په دې معنی چې د دې جملې د لوستلو څخه په کم وخت کې یو انسان د خپل کور پریښودو ته اړ شوی دی.

زیاتره هغه کسان چې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي د خپلو هیوادونو په داخل کې بې ځایه شوي او دوی د داخلي بې ځایه شویو کسانو په نامه یادیږي.

د ۲۰۱۶م کال په پای کې په ټوله نړۍ کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو شمیر ۴۰،۳ میلیونو انسانان وو. دغه شمیر بیا په ۲۰۱۵م کال کې ۴۰،۸ میلیونه ښوول شوی وو. د داخلي بې ځایه شویو کسانو په ډله کې ډیری کسان د سوریې، عراق او کولمبیا هیواد ښوول شوي وو. 

ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي چې تیر کال ۲۲.۵ میلیونه انسانان چې نیمايي برخه یې ماشومان دي د مهاجرینو په توګه ثبت شوی او وايي چې دغه شمیر خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د دوشنبې ورځې په رپوټ کې همدا راز راغلي چې په افغانستان، عراق او سوډان کې هم ګڼ شمیر داخلي بې ځایه شوي کسان ثبت شوي دي.