1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه غواړي چې په غزه کې زورزیاتۍ وڅیړي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۹, شنبه

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ۲۹ هیوادونو په غزې کې د زور زیاتیو د څیړنې له پاره د یوه تحقیقاتي کمیسیون پر رامنځته کولو موافقه کړې. په دغه پلاوي کې به د چين په ګډون د اسلامي هیوادونو استازي شامل وي.

https://p.dw.com/p/2xzCg
Gaza Israel Konflikt Jerusalem US Botschaft
انځور: Reuters/M. Salem

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غواړي چې له اسرائیلو سره په پوله کې پر تاوتریخوالي د احتجاجونو تر اوښتلو وروسته غزې تړانګې ته یو څیړنیز کمیسیون واستوي.

په ژنیف کې د بشري حقونو شورا د یوې بیړنۍ غونډې په پای کې پریکړه وکړه چې یو تحقیقاتي کمیسیون به په غزه کې د بشر دوستانه بین المللي قوانينو څخه احتمالي سرغړونه او د بشري حقونو شکمن وضعیت وارزوي.

د غونډې په بحثونو کې ډیر شمیر هیوادونو اسرائیل د بی ګناه خلکو  پر عام وژنې تورن کړ. پر مظاهره کونکو ډزې کول جرم وبلل شو. په عین وخت کې اسرائیل له دغو پوځي اقداماتو څخه د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د خپل ځان د حفاظت د قانوني حق په توګه دفاع وکړه.

د ملګرو ملتونو په حواله د اسرائیل امنیتي ځواکونو د مارچ میاشتې تر پای وروسته د ماشومانو په ګډون تر ۱۰۰ ډیر فلسطينیان وژلي دي. ویل کیږي چې ډيري دغه کسان په ډزو ویشتل شوي دي. په دغو پيښو کې شاوخوا ۱۲ زره فلسطينیان ټپیان شوي دي.

تاوتریخوالی هغه وخت خپل اوج ته ورسید کله چې امریکا متحده ایالاتو په رسمي ډول خپل سفارت له تل آبیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړ.

اسرائیل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پریکړه رد کړې

اسرائيل د غزي د زور زیاتیو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د څارونکي کمیسیون د ګمارنې پریکړه یو طرفه بللې او هغه یې رد کړې ده.

په بیت المقدس کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې پر بنسټ، دا سازمان یو وار بیا له خپل دې کار سره دا ثابتوي چې په دې سازمان کې د اسرائیلو ضد لوی اکثریت سره ریا کاري او پوچې خبرې برلاسه دي. یوه ویاند ونه غوښتل چې تائید کړې چې آیا اسرائیل به دغې تحقیقاتي ډلې ته د سفر کولو اجازه ورکړي او که څنګه؟

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت پر دې ټینګار درلود چې اسرائیل په غزې ترانګه کې د خلکو د پراخو مظاهرو پر وړاندې له قانوني چلند څخه کار اخیستلی دی. د ملګرو ملتونو سازمان په حواله د غزې په تړانګه کې لیدل کیږي چې ډیري مظاهره کونکي د حماس ډلې غړي دي.

د ترکیې لومړي وزیر اسرائیل پر نژادي تصفه تورن کړ

په غزې تړانګه کې د زور زیاتیو په اړه په استانبول کې د یوې لویې اجتماع په ترڅ کې د ترکیې لومړي وزیر بنعالي یلدیمیر، اسرائیل د فلسطينیانو پر عام وژنې تورن کړ.

د«لعنت پر زور زیاتي- د بیت المقدس ملاتړ» تر عنوان لاندې دغه مظاهرې هم په استانبول کې د اسلامي هیوادونو تر سرمشریزې یوازې څو ساعته مخکې ترسره شوې. د ترکیې د حکومت په وینا دغه مظاهرې د اسرائیل له خوا په غزې کې د قتل عام پر وړاندې د ملکي خلکو د ملاتړ په هدف ترسره شوې دي.

په دې ترڅ کې مصر هم اعلان کړی دی چې په ټول رمضان میاشت کې به له غزې تړانکې سره خپل سرحدي پوله د فلسطينیانو پر وړاندې خلاصه پریږدي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: