1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. غواړي د ميکروب مقاومت زیاتيدو ته ځواب ووايي

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ شهریور ۳۱, چهارشنبه

د نړۍ د درمل جوړولو شرکتونو ويلي چې د انتي بيوتيک توليد به کم کړي او د دې د استعمال د کمولو له پاره به هم ګامونه پورته کړي. ملګري ملتونه د دې ستونزې په هلکه د لوړې کچې یوه غونډه هم جوړوي.

https://p.dw.com/p/1K5yC
Wyss Institute Magnetpartikel Technik Escherichia coli Bakterium
انځور: Imago/Science Photo Library

تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمابلې ګډونوال نړيوال مشران د انتي بيوتيک په مقابل کې د مقاومت د زیاتيدو په اړه یوه اعلامیه لاسلیک کړي. په دغه مسوده کې حکومتونه مکلف شوي چې د درملو د بازارونو څارنه وکړي، د پوهاوي پروګرامونه پر لار واچوي او د بديلو درملو له پاره څیړنو ته زمينه برابره کړي.

سربیره پر دې د نړۍ ۱۳ مخکښه شرکتونو چې د فایزر، نوروارتس، کلاسکوسمت کلاین، الرګان، کلیپا، ووکارت او د آلمان میرک د درملو جوړولو شرکتونه پکښې شامل دي، دغه اعلامیه لاسلیک کړی ده.

د شرکتونو دا ډله په پام کې لري چې د خپلواکه کارپوهانو يوه ډله وګماري چې د درملو د توضیع کولو لارو او معیار ته تغیر ورکړي ترڅو دا یقیني شي چې انتي بيوتيک د اوبو کانالونو او ذخيرو ته داخل نه شي او د «سوپربګ» یا د هغه باکتریاو چې د هر ډول انتي بيوتيک اغیز له منځه وړي، د زيږيدو یا راپيدا کیدو باعث نه شي.

دوی د انتي بيوتيکو د زیات استعمال د زیانونو په اړه د پوهاوي پر پروګرامونو هم توافق وکړ او د دې درملو په لویه کچه د خرڅلاو د مخنیوي د لارو چارو په لټولو هم سره سلا شول.

بکتریاوې ډير ژر زیږیږي او خپریږي له دې امله د انتي بيوتیکو کارول د داسې ناروغتیاو د رامنځته کیدو باعث کیږي چې د دغه دوا په مقابل کې مقاومت ولري یعني دا دواوې پرې نور تاثیر ونه لري. د دې وضعې د رامنځته کیدو چانس هغه وخت زیاتيږي کله چې مریض د انتي بيوتيک تعین شوی کورس سرته ونه رسوي او یا دا چې دا دوا لا د مخه په کم مقدار کې د ناروغ په بدن کې موجوده وي، د مثال په توګه د اوبو په ذخیرو کې د شتون له امله.

د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) پر دې ستونزه د لاس بري د موندلو له پاره د ملګرو ملتونو له غونډې څخه د عمومي مالي مرستو د راجلبولو هيله لري. د دغه سازمان یوه لوړ پوړي کارکونکي کايجي فوکودا خبریالانو ته وويل: «موږ د باکتريا له امله د رامنځته شویو ناروغیو د درملنې وړتیا له لاسه د ورکولو په حال کې يو. له دې سره نه يوازې د مرګونو د کچې د لوړيدو ګواښ مل دی بلکې دا په عمومي توګه د مرضونو د درملنې وړتيا ګواښي.»

پر کروندو او فصلونو د دغه درملو ناوړه اغيز ته په اشارې سره نوموړي زیاته کړه چې دا د کافي خوراکي موادو د برابرولو وړتيا هم له منځه وړي.

«ستر ټولنیز ګواښ»

د درملو په مقابل کې مقاومت د الکساندر فلیمنګ چې د پینسیلین کشف کوونکی دی، له خوا وموندل شو. خو د فوکودا په آند دې ستونزې په دې وروستیو لسیزو کې ډير شدت وموند چې وجه يې د نويو انتي بيوتیک د کشفولو په برخه کې کم تحقیق دی. د پوستکي او وینې پر ځيني ناروغتياو او د ادرار پر ځينو ناروغتياو اوس په زیاتيدونکي توګه انتي بيوتيک تاثير نه کوي.

د ملګرو ملتونو په حواله توبرکلوز یا نرۍ رنځ هغه ناروغتیا ده چې تداوي یې د دې له دې امله ستونزمنه شوې چې د ځينې ډولونو یې د انتي بیوتيک په مقابل کې مقاومت پيدا کړی دی. په نړۍ کې هر کال تقريباً ۴۸۰ زره کسان په دې مرض اخته کیږي. د جنسي لارو انتقاليدونکي ناروغۍ او ځيني ميکروبونه چې په روغتونو کې ډير وي، په یوه جدي ګواښ بدل شوي دي.

د برېتانیې یوې تازه څيړنې ښوولې چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به په نړيواله کچه «سوپربګ» میکروب په کال کې د کابو ۱۰ ميليون انسانانو ژوند واخلي. په همدې رپوټ کې اټکل شوې چې دمګړۍ په نړۍ کې هر کال تقریباً ۷۰۰ زره انسانان د انتي بيوتيک په مقابل کې د مقاومت له امله رامنځته شویو ناروغتياو له کبله مړه کیږي.