1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

ملګري ملتونه سږ کال ډیرو پیسو ته اړتیا لري

۱۳۹۵ آذر ۱۵, دوشنبه

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ په ۲۰۱۷م کال کې په نړۍ کې د جګړو او طبیعي ناورينونو له کبله له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې په موخه د ۲۲،۲ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2TkSq
Syrien Hilfskonvoi
انځور: Reuters/B. Khabieh

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر سییفن او براین، د دوشنبې په ورځ په خپور شوي رپوټ کې ویلي دي چې اوس د بشري مرستو رسول تر بل هر وخت اړین دي او ډیر جرئت ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې ده: «لا ډیر خلک اوس بشري اړتیاوې لري، او دا یوازي د اوږدو ناورینونو له کبله چې لا پسي اوږدیږي نه دي.»

ملګري ملتونه غواړي د دغو پیسو په لاس ته راوړلو سره د خپلو بیلابیلو ادارو له لاري هغو ۹۲،۸ میلیونه انسانان ته مرستي ورسوي چې په نړۍ کې د ۱۲۹ میلیونه اسیپ پذیرو کسانو په ډله کې تر نورو ډیر مرستو ته اړتیا لري. دغه کسان په ۳۳ هیوادونو کې ژوند کوي.

دغه شمیرې ځکه ډیر لړزوونکی دی چې مرستو ته اړتیا لرونکو کسانو یو پر دریمه برخه په افغانستان، سوریې او یمن کې ژوند کوي.

سږ کال غوښتل شوې پیسې د تیر کال ۲۰،۱ میلیارد ډالرو په پرتله ډيري دي. اوبراین ویلي دي چې په ۲۰۱۶ کال کې مرستندویه کارکوونکو تر بل هر کال له ډیرو کسانو سره مرستې کړې دي.

که څه هم ملګرو ملتونو په ۲۰۱۶م کال د خپلې اړتیا وړ پیسې ۲۲،۱ میلیارده وښودې، خو په پای کې بیا مرستندویه هیوادونو دې سازمان ته یوازې ۱۱،۴ میلیارده ډالر ورکړل.

اوبراین ویلي دي: «په داسې حال کې چې بشري مرستو ته اړتیا د ډیریدو په حال کې ده، د هغه څه چې باید د خلکو د خوندي کولو او ساتلو په موخه وشي، او هغو پیسو چې مرستندویه سازمانونو ته ورکول کیږي، تر منځ واټن تر بل هر وخت ډیر دی.»

اوبراین روښانه کړې ده چې طبیعي افات بیا د حالاتو له لا خرابیدو سره ډیره مرسته کوي.

شل کاله مخکې کله چې ملګرو ملتونو په اول وار مرستو ته خپل درخواست اعلان کړ، نو په ۱۹۹۲م کال کې یې اټکل کاوه چي په نړۍ کي به یوازې ۲،۷ میلیاردو ډالرو ته اړتیا وي چې بشري مرستې پرې تمویل شي.

خو په تیرو څو کلونو کې وضعیت ډیر خراب شوی دی. د اوبراین په خبره بشري مرستو ته اړتیا په نړۍ کي مخ پر لوړیدو ده. په رپوټ کې په ځانګړې توګه د سوریې، یمن، عراق او سویلي سوډان په شان سیمو ته اشاره شوې ده چې اوسیدونکي یې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

یوازې د سوریې کړکیچ چې له ۲۰۱۱م کال راهیسې پکښې تر۳۰۰۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي، د دغه هیواد نیمایي نفوس بیځایه کړی دی.

نور مطالب: