1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« اروپا د سرحدونو په تړلو سره مهاجر له خطر سره مخامخ کړي دي»

۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

د بالکان لارې بندیدل او د اروپایې اتحادیې په سرحدونو کې د کنترول زیاتیدل، مهاجر له نویو خطرونو سره مخامخ کړي دي. UNHCR له مهاجرو څخه د سوء استفادې، شکنجې او ناجایزه اخاذیو رپوټونه ثبت کړي دي.

https://p.dw.com/p/2YOmi
UNHCR Flüchtlinge Grenze Ungarn Kroatien
انځور: picture alliance/AP Photo/P.David Josek

د مقدونیا په شمال، د سربستان په پلازمېنه بلګراد، د کوزوو په مرکز پرستینا او د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې د قاچاقبرانو شبکې په لومړي سر کې مهاجر پیدا کوي او ورسته ترې په غیرقانوني ډول (آخاذي کوي) پيسې اخلي.

دا رپوټونه هغو کسانو ورکړی چې له دغو ستونزو سره مخامخ شوي دي. د دوی په خبره هغو کسانو چې د قاچاقبرانو له خدماتو څخه استفاده نه ده کړې، د سړي تښتونکو له خوا د یرغمل په توګه نیول شوي دي.

د دغو رپوټونو په حواله یو شمیر دغو جنایتکارانو له جنسي زورونې او شکنجې څخه هم کار اخیستلی دی. دوی د ډیرو ورځو له پاره خلک په لاره کې د دې له پاره ساتلي دي چې تر هغې ډیرې پيسې ځینې واخلي، چې په لومړي سر کې پرې دواړه خواوې موافقې ته رسیدلي دي.

په لسګونه زره په شا تمبول شوي

په مجموع کې په لسګونه زره کسان د بلغاریا، کرواسیا، یونان، هنګري، سربستان، هسپانیې او فرانسې له سرحدونو څخه بیرته شړل شوي دي، چې د ځنو په مقابل کې له زور زیاتي او بیرونکو اعمالو څخه کار اخیستل شوی دی.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسارۍ د اروپایې څانګې مشر وينست کوخیتیل، ویلي دي: «د دغه رپوټ پر بنسټ بې له دې چې د تيښتې کومه مطمئنه لاره موجود وي، ډیر شمیر مهاجرو اروپا ته د رسیدلو له پاره لوې خطرونه پر ځان منلي دي.»

Ungarn Zaun Grenze Flüchtlinge
انځور: picture alliance/AP Photo/E.Molnar

د بې سرحده داکترانو مرستندویه سازمان داسې یو رپوټ چمتو کړی دی چې په ځانګړي توګه د اریتیریایې مهاجرو وضعیت یې په کښې مستند سازي کړی دی. په حبشه کې د مهاجرو د کمپ وضعه نا هیلي کونکی ده. په ګاونډي هیواد سوډان کې د مهاجرو ملاتړ نه کیږي او ډیرې لږې مرستې ورسره کیږي.

ډیر شمیر اریتیریایان د تیښتې پر مهال شکنجه او بندیان شوي دي. د بې سرحده داکترانو سازمان د رپوت پر بنسټ په ۲۰۱۵ م کال کې د ښځو نارینه و او ماشومانو په ګډون د اریتیریایې مهاجرو شمیر ۴۰ زره وو، چې له مدیترانې سمندر څخه د تیر شوو مهاجرو لویه برخه یې تشکیلوله. په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۰ زرو په شاوخوا کې اریتیریایان له دغې لارې اروپا ته راغلي دي.

په هنګري کې دویم اغزن سیمې دیوال

د هنگري حکومت دغه هيواد ته د مهاجرو د ورتگ د مخنيوي له پاره له سربستان سره په سرحد کي د يو بل دېوال د جوړولو چارې پیل کړي دي. د دغه دیوال په جوړیدو کې له ډیر پر مختللی ټکنالوژۍ څخه استفاده کیږي چې په هغې د شپې له خوا د لید توان درلودونکی کمرې، د حرکاتو د ثبتولو ابزار او نورو وسایلو شامل دي. د  ۱۷۵ کيلومترو په اوږدوالي لومړنې سیمې دوېوال په ۲۰۱۵م کال کي جوړ شوی وو.

په ۲۰۱۵ کال کې تر ۴۰۰ زرو ډیر انسانان له هنګري هیواد څخه د شمال لویدیځ اروپا په نیت تیر شوي ول چې اکثرو یې غوښتل آلمان ته ځان ورسوي.

له سربستان سره په پوله د لومړني سیمي دېوال د جوړیدو کار د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر میاشت کې بشپړ شو او له کرواسیا سره په پوله یو بل دیوال هم جوړ شو. تر هغې وروسته په عمومي توګه په لږ شمیر کې مهاجر د هنګري هیواد له سرحد څخه تیر شوي دي.