1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د غزې په تراډې کې د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې

۱۳۹۷ فروردین ۱۱, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورای د فلسطينیانو او اسرائیل د امنيتي ځواکونو تر منځ رامنځته شوې شخړې په هکله انديښنه ښودلې. د ملګرو ملتونو عمومي مونشي د غزې په تراډه کې په خپلواک او شفاف ډول د وضعیت د ارزونې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/2vHVZ
Gazastreifen Marsch der Rückkehr
انځور: Getty Images/AFP/M. Abed

لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي او تر ۱۴۰۰ ډیر ټپیان شوي دي. دا هغه شمیرې دي چې د فلسطېنې سرچینو له خوا د «ځمکې ورځ» د اعتراضي شخړو په هکله خپرې شوي دي.

په زرګونو فلسطينیانو د جمعې په ورځ (د مارچ میاشتې ۳۰) د اسرائیلو پر ضد او خپل ټاټوبي ته د ستنیدنې په اعتراضي مظاهرو کې ګډون وکړ. اسرائیلو دغه مظاهرې تحریکونکي بللي او اعلان یې کړی دی چې له «خپل ځانه د دفاع حق» څخه استفاده کوي.

د امنیت شورای او د ګډ دريځ نشتوالی

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د کویټ په غوښتنه په همدغه ورځ په نیویارک کې یوه اضطراري غونډه جوړه کړه. که څه هم دیپلوماتانو د غزې په تراډه کې د وضعیت د خرابیدو له کبله انديښنه څرګنده کړه، خو د امنيت د شورا له پلوه کوم پریکړه لیک وړاندې نه شو.

UN-Generalsekretär Antonio Guterre
د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوترشانځور: imago/Kyodo News

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش، په شفاف او مستقل ډول د وضعیت د ارزونې غوښتنه وکړه، کوم چې د فلسطينې اعتراض کونکو پر وژنې او ټپي کیدنې تمامه شوې ده.

ګوترش، همدارنګه له ټولو ښکیلو خواو غوښتي دي چې د تاوتریخوالي له اعمالو لاس واخلي. هغه ټینګار وکړ چې د جمعې ورځې نښتې ښيئ چې څومره په بیړه په منځني ختیځ کې د سولې خبرو اترو له سره پیلولو ته اړتیا ده.

د شخړو د شدت احتمال

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې په راتلونکو ورځو کې به شخړې کیدای شي نورې هم زور واخلي. د فلسطيني سرچينو په حواله د «ځمکې ورځ» په اعتراضي مظاهرو کې تر ۲۰ زرو ډيرو فلسطينیانو ګډون کړی وو. د حماس اسلامي ډلې د دغو مظاهرو بلنه ورکړې وه.

ټاکل شوی ده چې دغه اعتراضونه به د مې میاشتې تر ۱۵مې نیټې پورې، چې د اسرائیلي حکومت د تاسيس او جوړیدو له اویایمې کلیزې سره سمون خوري دوام پیدا کړي. فلسطينیان بیا دې ورځې (می میاشتې ۱۵ نیټه) ته «یوم النکبة» یا د ناورين ورځ وایې چې په دې ورځ دوی له خپل ټاټوبي څخه ایستل شوي دي. د ۱۹۴۸ ميلادي کال په همدې ورځ ۷۰۰ زره فلسطينیان بیځایه او مهاجر شوي ول.