1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د افغان بیځایه شویو په اړه اندیښنه ښولې

۱۳۹۵ مهر ۳۰, جمعه

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د وسلوالو شخړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو د شمیر د زیاتیدو له کبله اندیښنه ښولې او پر افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې په دې هکله ډیرې مرستې وکړي.

https://p.dw.com/p/2RWIw
Afghanistan Flüchtlingslager
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د پنجشنبې په ورځ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شخړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو د شمیر د زیاتیدو له کبله اندیښنه ښولې او پر نړیوالې ټولنې او خیریه سازمانونو یې غږ کړی دی چې په دې هکله او په ځانګړې توګه ماشومانو ته خپلې مرستې لا ډیرې کړي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، یوازې په روان کال کې ۳۲۳ زره افغانان په ټول هیواد کې بې ځایه شوي دي او زیاتوي چې دغه شمیر مخ پر ډیریدو دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د راپور جوړونې ځانګړي استازي چالوکه بیاني، وویل: «د خیریه سازمانونو لخوا د بې ځایه شویو کورنیو په هکله خبردرای دا په ډاګه کوي چې دغه شمیر به د کال تر پایه پورې نور هم لوړ شي.»

هغه زیاتوي چې دا شمیر په داسې حال کې د لوړیدو په حال کې دی چې بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو رسولو لپاره مالي امکانات د ډیریدو پرځای مخ پر کمیدو دی.

د بې ځایه شویو کورنیو شمیر او حالت په افغانستان کې د جګړې او شخړو له ډیریدو سره بدلون موندلی دی. د جګړو له امله خلک نه شي کولای چې بیرته خپلو کورنو ته وګرځي او دغې ستونزې د داخلي بې ځایه شویو ستونزه نوره هم پیچلې کړې ده.

بیاني پر افغان حکومت او پر نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې بې ځایه شویو کورنیو ته جدي پاملرنه وکړي. په افغانستان کې د وروستیو شخړو له امله زرګونه افغانان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي. په شمالي ولایت کندوز او جنوبي ولایت هلمند کې د طالبانو د بریدونو له ډیریدو سره دغه ناورین لا ډیر شوي دی او په دې ترڅ کې ماشومان تر ټولو ډیر له تهدید سره مخ دي.

بیاني وویل: «دا به مبالغه نه وي چې وویل شي چې د بې ځایه شویو کورنیو له ډلې څخه ۵۶ سلنه يې ماشومان تشکیلوي.»

مرستندویه ټولنو خبرداری ورکړی چې د ژمي له را رسیدو مخکې او د جګړې د ډیریدو له امله کیدای شي د بې ځایه شویو کسانو شمیر نور هم ډیر شي.

افغانستان د څو لسیزو راهیسې له شخړو او جګړو سره مخ دی او له دې امله د دې هیواد ګڼ شمیر کورنۍ وخت ناوخته بې ځایه کیږي.

په سپتمبر میاشت کې ملګرو ملتونو د ۱۵۰ ملیونو ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه ترڅو بې ځایه شویو کورنیو ته د ژمنيو مرستو په ګډون نورې مرستې هم ورسول شي. بیانی وویل چې زه په نړیوالې ټولنې یو ځل بیا غږ کوم چې زموږ غوښتنې ته په خورا پرانسیتي لاس ځواب ووايي ترڅو له خلکو سره مرستې وشي.