1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي سوداگر په هيواد کي پانگوني ته زړه نه ښه کوي

۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبه

سره له دې چي يو شميرعام افغانان د خپل هيواد څخه د بهرنيو سرتيرو په وتلو خوښ دي، يو شمير افغان سوداګر بيا وايي چي د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير به په افغانستان کي پر پانګوني ناوړه اغيزه وکړي.

https://p.dw.com/p/11pjO
«له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره به د سوداګرو امنيت له ستر ګواښ سره مخ سي.»
«له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره به د سوداګرو امنيت له ستر ګواښ سره مخ سي.»انځور: AP

د افغانستان د سوداګريزو خونو مرستيال او د هيواد ستر سوداګر خانجان الکوزی وايي، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير د نيټي له رانيږدي کيدو سره سم د سوداګرو انديښني هم مخ پر زياتيدو دي.

دی وايي سره له دي چي د بېلابېلو هيوادونو له لوري د خپلو سرتيرو د ايستواعلانونو افغانستان ته د خوارکي توکو په وارداتو کومه خاصه اغيزه نه ده کړي خو په دغه هيواد کي يې د پانګوني مخه څه ناڅه ډب کړې ده.

دغه راز، د کابل د سوداګرو ټولني مرستيال حاجي نظام الدين تاجزاده هم انديښمن دی، چي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره به د سوداګرو امنيت له ستر ګواښ سره مخ سي.

ښاغلي تاجزاده چي له بهر څخه يې د خوارکي توکو د وراداتو په برخه کي په ميليونو ډالره پانګونه کړې دويچه ويله ته وويل، چي تر دې وروسته به په افغانستان کي د امنيتي ستونزو له امله د خپل کاروبارو کچه راټيټه کړي.

خو د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير به د سوداګرو پر امنيت کومه اغيزه ونه کړي.

ددغه وزارت وياند صديق صديقي دويچه ويله سره په خبرو کي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چي د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به هم ددوي امنيت خوندي وي.

سره له دې چي افغان چارواکي په روانه ميلادي مياشت کي د امنيت ليږد بهير پر پلي کيدو ټينګار کوي خو له تيرو ۲ ورځو راهيسي يو شمير امريکايي سناتورانو په خپلو څرګندونو کي له افغانستان څخه د سرتيرو په ايستلو کي بيړه خطرناکه بللې ده.

اسماعيل شاکر/کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل