1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنیت: د یاغیانو بریدونه شنډ شول

۱۳۹۱ خرداد ۲, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې «دښمنانو» غوښتل چې د شیکاگو د غونډې پر مهال د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې پنځه تهاجمي او ځانمرگي بریدونه په لاره واچوي چې د هغوی له خوا شنډ شول.

https://p.dw.com/p/15053
انځور: picture-alliance/dpa

د ملي امنیت ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه ټول بریدونه د افغانستان د پولې بلې خوا ته د دې له پاره پلان شوې ول چې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې تر سوال لاندې راشي.

د افغانستان د ملي امنیت چارواکو وویل چې «دښمنانو» ډیره هڅه وکړه چې د شیکاگو غونډه ناکامه وښيي او داسي ښکاره کړي چې د افغانستان امنیتي شرایط ماتیدونکي دي.

لطف الله مشعل د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ویاند، په کابل کې وویل چې د حقاني ډلې او «د ملا داد الله محاذ» په تیرو دوو اونیو کې هڅه کوله چې په کابل، ننگر او لوگر ولایتونو کې یو شمیر پیاوړي تهاجمي، انفجاري او ځانمرگي بریدونه تر سره کړي.

ښاغلي مشعل وویل: «ترهگرو غوښتل چې د دغو بریدونو په لاره اچولو سره وښيي چې افغان امنیتي ځواکونه د ښارونو د امنیت ساتلو ظرفیت او اهلیت نه لري. هغوی غوښتل چې وښيي چې افغان ځواکونه د دښمنانو د مخ نیوي توان نه لري.»

مشعل وویل چې دښمنانو غوښتل چې د «الفاروق» په نوم عملیات د کورنیو او بهرنیو رسنیو د خبرونو په سر خط بدل کړي. د مشعل په خبره طالبانو غوښتل په هغو مهمو ورځو کې چې په شیکاگو کې د افغانستان په هکله مهمې خبرې اترې کیدې، نړیوالې رسنې پر ځان باندې مصروفه کړي. مشعل زیاته کړه: «له نیکه مرغه د هغوی ټول پلانونه د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا شنډ شول.»

رواني جگړه

طالبانو خپل سږني عملیات د «الفاروق» تر نوم لاندې په لاره اچولي دي خو د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي چې د دې عملیاتو ډیرې برنامې ناکامه شوې دي. د ملي امنیت د کارکوونکو په خبره د دې عملیاتو یوه مهمه برخه د رواني جگړې په لاره اچول دي چې د ملا داد الله د محاذ له خوا پر مخ بیول کیږي.

لطف الله مشعل وویل چې د ملا داد الله محاذ د حقاني د ډلې یوه شاخه ده چې اصلي موخه ئې د رواني جگړې پر مخ بیول دي: «هغوی غواړي چې د افغانستان خلک تهدید کړي او د افغانستان رجال په خاصه توگه د ولسي جرگې غړي ترور کړي.»

ملي امنیت وایي چې د ځانمرگو برید کوونکو په گډون ئې ۱۵ تنه ترهگر نیولي دي چې د هغوی د معلوماتو له مخې د دغو کسانو بریدونه په پاکستان کې د ترهگرو ډلو او د دې هیواد د استخباراتي سازمان له خوا تنظیم شوي ول.

د ملي امنیت څړنې همداراز ښيي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه جاسوس غوښتل چې د شیکاگو د غونډې پر مهال د ننگرهار په پوهنتون کې مظاهره په لاره واچوي.

د ښوونځیو تړل

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي چې د الفاروق د عملیاتو یو مهم هدف د ښوونځیو د دروازو تړل او د زده کوونکو مسمومول دي. د ملي امنیت په وینا یاغیان غواړي له دې لارې په کورنېو کې بیره رامنځ ته کړي او د افغانانو د زده کړو مخه ونیسي.

ښاغلي مشعل وویل چې د الفاروق د عملیاتو تر اعلانیدو وروسته په غزني، پکتیکا او یو شمیر نورو ولایتونو کې د سلو ښوونځیو دروازې تړل شوې دي: «زموږ د معلوماتو له مخې د پاکستان په کویټه کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې مشري ئې د مولانا ذاکر پر غاړه وه. مولانا ‌ذاکر د کویټې د شورا دویم کس دئ. په دې غونډه کې پریکړه شوې ده چې افغانستان او نړیوالې ټولنې ته د ضربه وهلو په موخه باید ښوونځي په خاصه توگه د نجونو ښوونځي تر هدف لاندې ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د غزني د ولایت د انډړ ولسوالۍ اوسیدونکو د طالبانو له خوا د ښوونځیو د تړلو پر وړاندې مقاومت وکړ او ان له هغوی سره په وسلواله جگړه کې ښکیل شول.

خبریال: حسین سیرت، کابل
کتونکی: مسعود جهش