ملي امنيت: د رباني د قتل پلان په بهر کي جوړ سوی وو
۱۳۹۰ مهر ۵, سهشنبهد دغه رياست مرستيال تير ماسخوتن په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال وويل، چي د هغه سړي د معلوماتو له مخي چي دوی د بريد په تړاو نيولی ويلای سي، چي د برهان الدين رباني د قتل دسيسه له افغانستان څخه دباندي جوړه سوې وه.
د افغانستان د پټ څاري ادارې مرستيال ډاکټر ضياالدين وايي د بريد اصلي طراح په نيول کيدوسره به په پيښه کي د خيلي بهرنۍ کړۍ هم وپيژندل سي.
برهان الدين رباني د تيري سې شنبې په ورځ د کابل ښار په وزيراکبرخان مېنه کي د خپل کور دننه په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل سو.
د ملي امنيت رياست مرستيال ډاکټر ضياالدين وويل، چي د پيښي د څيړلو په موخه د ولسمشر لخوا تيره ورځ د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ په مشرۍ يو کمېسيون جوړ سوى، چي د ملي امنيت رئيس رحمت الله نبيل، د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي او لوى څارنوال اسحق الکو د ياد کمېسيون غړي دي.
ده د رباني د بريد په شنډلو کي د امنيتي ارګانونه او په خاصه توګه د ملي امنيت منسوبين د پاتي راتلو له امله د افغانستان له خلکو بخښنه وغوښته، خو ډاډ يي ورکړچي په دې اړه به د څيړنو له بشپړيدو سره سم پايلي د رسنيو له لاري د افغانستان له خلکو سره شريکي کړي.
نوموړي وويل چي دوی يو شمير د پيښي عاملين تر څار لاندي نيولي خو په دغه برخه کي د ورستيو لاس ته راوړنو پوري رسنيو ته معلومات نه سي ورکولای چي کيدای سي د دوی پلټني ټکنۍ کړي.
د پټ څاري ادارې وياند د دويچه ويله د هغي پوښتني په ځواب کي چي داسي ګنګوسې هم خپري سوي، چي ګواکي افغان امنيتي کړيو له بريد کونکي سره د رباني په وژلو کي همکاري کړې وويل، دا خبره له سره ناسمه ده او افغان ځواکونه تر خپله وسه پوري هڅه کوي چي د دغه ډول بريدونو مخه ونيسي.
که څه هم ويل سوي وو چي د برهان الدين رباني د قتل پلان د طالبانو د کوټي شورا له لوري په لاره اچول سوی وه خو ډاکټر ضيا نه دا مسله رد او نه يي هم په اړه زيات جزيات ورکړل.
د ملي امنيت رياست مرستيال پر رباني په سوي بريد کي د افغان امنيتي چارواکيو هرډول لاس درلودل او له بريد کوونکيو سره هر ډول همکاري په کلکه رد کړه او ويي ويل، چي د ملي امنيت رياست منسوبين په خپلو ټولو امکاناتو ګټه پورته کوي چي د داراز بريدونو مخنيوى وکړي.
د برهان الدين رباني وژني په کور دننه او د ملک څخه بهر د ډيرو خلکو غبرګونونه را وپارول.
ټاکل سوي چي نن د هغه په پلوۍ په کابل کي يو ستر لاريون هم په لاره واچول سي.
د دغه کار لپاره امنيتي ځواکونه د تيارسي په حال کي دي او ټول مشکوک فعاليتونه له نږدي څاري.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل