1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملالې ملګرو ملتونو ته وینا وکړه

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۱, جمعه

تر هغه نهه میاشتې وروسته چی یوه طالب وسلوال وغوښتل ملاله یوسفزۍ ووژني او د نجونو د زدکړې له پاره د هغې مبارزې ته د پای ټکی کیږدي، هغه د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو پر وړاندې یو ځل بیا د خپلې مبازرې غږ پورته کړ.

https://p.dw.com/p/196qx
Malala Yousufzai was shot by Taliban in Swat Pakistan in 2012 Picture sent by: Adnan Bacha, DW correspondent in Swat, Pakistan Eingestellt: 3.7.2013
Malala Yousufzaانځور: DW

ملاله په خپل پلارني وطن سوات کې د ښوونځي پر یوه بس باندې د برید په ‎پایله کې ډیره سخته ټپي شوه. ډیرو لږو کسانو ګومان کاوه چې ملاله دې له دې بریده ژوندۍ پاتې شي. خو د نجونو د زده کړې دغې مبارزې له تپونو سره هم مبارزه وکړه او په پاکستان او انګلستان کې تر عملیاتونو وروسته بیرته د روغتیا خاونده شوه. ملالې د جمعې په ورځ د خپل ژوند ۱۶ کالیزه د نړۍ په یوه ستر ستیژ کې له یوې وینا سره ولمانځله. هغې وویل: «زه نن ستاسو پر وړاندې د هر ماشوم د زده کړې د حق له پاره خبرې کوم.»

ډاکترانو د ملالې د سر په جمجمه کې د ټپ له امله د رامنځ ته شوي سوروي پر سر د تیتانیوم یوه ټوټه ایښې ده. د هغې د اوریدو وړتیا ډیره سخته اغیزمنه شوې ده. خو ملاله اوس نړیواله اتله ده. ویل کیږي چې ملاله کیدای شي سږ کال د نوبل سولې جایزې ته هم ونومول شوي. پر دې سربیره هغه د تایمز د مجلې له خوا په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ د سلو ډیر نفوذ لرونکو کسانو په ډله کې شامله شوې وه. همداراز ویل کیږي چې د ملالې د ژوند په اړه د کتاب هم لیکل کیږي چې د نشر د حق له کبله یې ملالې ته په میلیونو ډالر ورکړل شوي دي.

تر ټولو مهمه خبره خو دا ده چې ملګرو ملتونو د جولای میاشتې دولسمه نیټه د ملالې د نړیوالې ورځې په نوم یاده کړې ده.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګوردان براون، چې اوس د زده کړو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی او د «ملالې د ورځې» د لمانځلو بندو بست یې کړی دی وویل: «دغه له احساس څخه ډکه او اخلاقي ځوانه نجلۍ چې ډیره سخته ټپي شوې وه، اوس د سترې پیاوړتیا نمونه ګرځیدلې ده. دا نه یوازې د دې له پاره چې هغې د نجونو د زدکړو د حق چیغه پورته کړې بلکې د هغې غوښتنې له پاره چې موږ باید ورته سمدلاسه کار وکړو.»

براون د CBS تلویزوني شبکې ته وویل: «له هیڅ یوې داسې افراطي مذهبي ډلې سره چې غواړي نجونې ښوونځي ته ولاړې نه شي او یا په لس کلنې کې د هغوی د زدکړو مخالفت وکړي، باید سازش ونه شي.»

ملالې د ملگرو ملتونو پر وړاندې په خپلو خبرو کې وویل: «هغوی زه د اکتوبر په ۹ نیټه په سر وویشتم او فکر یې کاوه چې کولای شي ما چوپ کړي. خو هغوی ناکامه شول.»

د ملګرو ملتو ویاند مارتین نیسرکی، وویل:«د هغې ورځې را په دې خوا چې د ملالی د وژلو قصد وشو هغه د نجونو او دغه راز د ټول ځوان نسل د زده کړو د حق سمبول ګرځیدلې ده.»   د بان دغه ویاند زیاته کړه:«هغې پر خپلې دغې داعیې باندې د خپل درملنې په ټوله موده کې ټینګار درلود او په پوره فصاحت او بلاغت یې خپله قضیه او خپل دریځ روښانه کړ.»

د ملاله یوسفزۍ د وژلو د قصد په اړه طالبانو ویلی وو چې هغوی وغوښتل له دغې حملی سره نړۍ ته اعلان وکړي چې نجونې په ښوونځي کې د زده کړو حق نه لري. د هغوی د داسې ګواښونو سره سره اوس د سوات په دره کې له پخوا څخه زیاتې نجونې د ښونځیو په لور روانې دي.

خو ملګري ملتونه اټکل کوي چې په نړۍ کې ۵۷ میلیونه ماشومان د لومړنیو زده کړو له حق څخه بې برخې دي. د دغه شمیر نیمایي برخه په جګړه ځپلو هیوادونو لکه سوریې کې ده. له بریدونو څخه د زده کړې د ساتنې د نړیوالې موسسې مشره دیا نجهون، وایي: «زموږ د نړۍ په ډیرو برخو کې زده کونکي او ښوونکي ویرول کیږي او ځورول کیږي. هغوی ټپیان کیږی، جنسي تیري پرې صورت مومي او آن وژل کیږي. ښوونځیو ته اور اچول کیږي، او د بمونو په واسطه الوزل کیږي او ورانیږي.»

نجهون په دې اړه د نایجریا په شمال کې د تیرې اوونۍ یوې ویرونکې پېښې ته اشاره کوي. د بوکو حرام په نوم د یوې مذهبي افراطي ډلې وسلوال غړي یوه منځني ښوونځي ته ننوتل او ۴۱ زده کونکي او یو ښوونکی یی په ډزو سره ووژل. بیا یې ښونځي ته هم اور واچاوه.

د ماشومانو شخړو په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي منشی د کلني رپوټ له مخې په تیر میلادي کال کې په افریقایي هیواد مالي کې پر ۱۱۵ ښونځیو،  په فلسطیني اشغالې سیمو کې پر ۳۲۱ ښونځیو په افغانستان کې پر ۱۶۷ ښونځیو او په یمن کې پر ۱۶۵ ښونځیو باندې بریدونه شوي دي.

کله چې ملاله یوولس کلنه وه او په خپل مستعار نوم ګل مکۍ، یې د خپلو خاطراتو کتابچه لیکله. هغه وخت په پاکستان کې هم وخت په وخت پر ښوونځیو باندې بریدونه کیدل.  د هغې دغه خاطرات د بي بي سي د اردو د څانګې له خوا خپرې شوي دي. هغې په خپلو دغو خاطراتو کې د هغو ویرو  په هکله چې هغې او ملګرو ته یې د زور پالوونکو له خوا متوجه وو لیکنې کړې دي. د هغی په خاطراتو کې راغلي دي چې ډیرو نجونو د زور پالونکو له ویرې د ښوونځي د یونیفارم له اغوستلو ډه ډه کوله.

کله چې د پاکستان حکومت په سوات کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل، ملاله او د هغی کورنۍ د یوې لنډې مودې له پاره له خپل ټاټوبي څخه تیښتې ته اړ شول. خو کله چی ملاله له خپلې کورنۍ سره بیرته خپل وطن ته ستنه شوه هغې او کورنۍ ته یې د زور پالوونکو له خوا ګواښونه کیدل. د هغې کورنۍ اوس د انګلستان د برمنګهام په ښار کې اوسیږي.