1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاله له روغتونه راووتله

نسیم صابر (Reuters, dpa)۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبه

هغه ځوانه پاکستانۍ نجلۍ چې سر يې يوه وسله وال طالب په ډزو سخت ژوبل کړی وو، د برتانيې له هغه روغتون څخه راووتله چې دا په کې له مياشتو راهيسې تر درملنې لاندې وه.

https://p.dw.com/p/17EVD
انځور: Reuters

ملاله یوسفزۍ په دې خاطر د پاکستاني یاغیانو له خوا وويشتل شوه، ځکه چې هغې غوښتل نجونې او ښځې دې ته وهڅوي چې ښوونځي ته ولاړې شي.دغه پېښه په نړۍ کې سخته وغندل شوه او له ډېرې مودې راهيسې يې نړيواله پاملرنه ځان ته اړلې ده.

د برتانيې د برمينګهم ښار د «ملکې الزابېت» په روغتون کې ډاکترانو وويل چې د ملالې يوسفزۍ روغتيايي حالت ښه شوی او هغه کولای شي چې په خپل کور کې له خپلې کورنۍ سره واوسيږي.

د روغتون مشر دايف روسر، وويل: «ملاله يوه ډېره تکړه ځوانه ښځه ده او له هغو خلکو سره يې چې د دې درملنه يې کوله، ډېره ښه همکاري کړې ده، د دې له پاره چې روغتيايي حالت يې ژر ښه شي.»

روسر زياته کړه چې له ملالې او د هغې له معالجې ډلې سره يې خبرې کړې دي او په ګډه دې نتیجې ته رسیدلي دي چې ملاله خپل کور ته واستوي.

ځوانه ملاله په تېرو څو اوونيو کې يوازې څو ساعته له روغتون څخه راوتلې وه. ډاکترانو ویلي دي چې اوس د هغې په روغتيايي حالت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی. هغوی زیاته کړې ده چې په راتلونکې کې به نورو جراحي عملياتو ته هم اړتيا وي. پر ملالې باندې توغول شوې يوه مرمۍ د هغې مغزو ته څېرمه تېره شوې وه.

ملاله د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې په سوات کې هغه مهال د ډزو ښکار شوه چې له خپل ښوونځي څخه راوتله. پنځلس کلنه ملاله له دغې پېښې وروسته د درملنې له پاره برتانيې ته يوړل شوه.

پر ملالې باندې برید نړیواله پاملرنه جلب کړه او هغه د ښځو له پاره د تعليم او د ښځو له حقونو څخه د دفاع نړيوال سمبول وبلل شوه.