1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا منصور څرنګه د طالبانو تر مشري ورسید؟

مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۹, جمعه

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو. په دې اړه د طالبانو له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دی د ملا عمر د اعتمادي وګړو په ډله کې وو. ملا منصور څرنګه د طالبانو تر مشري ورسید؟

https://p.dw.com/p/1G850
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د ملا منصور او طالبانو د پخواني مشر تر منځ یوه مشترکه خبره دا ده چې د دواړو کسانو د هویت په اړه ډیر کم معلومات په لاس کې شته. د ملا عمر په څیر، د منصور انځورونه هم په انترنت کې نه شته او هویت یې ډیر مشخص نه دی. که څه هم ملا عمر او ملا منصور په دې مورد کې سره ورته دي، خو د دغو دوو کسانو تر منځ د لیدلوري او نظریې ډیر ټوپیرونه موجود دي.

د طالبانو د چارو کارپوه وحید مژده، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د ملا منصور او ملا عمر یا نورو ډیر طالبانو تر منځ یو لوی توپیر دا دی چې دغه کس د طالبانو په اړه یو څه عملي لید لوری لري. تر دې وروسته چې دی د طالبانو د مرستیال په توګه وګومارل شو نو هغه ملا عمر ته قناعت ورکړ چې طالبان باید په قطر کې د طالبانو له پاره یو سیاسي دفتر پرانیزي.»

که څه هم د قطر دفتر د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي تر سخت مخالفت وروسته ډیر ژر وتړل شو، خو مژده وایي چي د طالبانو دغه چارواکي بیا هم د سولې په اړه خپل دریځ بدل نه کړ او د طالبانو غړو ته یې د دې زمینه برابره کړه چې بیلابیلو هیوادونو ته سفر وکړي.

ملا منصور د کندهار ولایت د دند ولسوالی اصلی اوسیدونکی دی او کله چې طالبانو په ۱۹۹۴ کال کې کندهار تر خپل کنترول لاندې راوست، نو دی هم ورسره یوځای شو. هغه د نورو دندو تر څنګ په ۱۹۹۰مو کلونو کې د طالبانو د رژیم د هوانوردي وزیرهم پاتې شوی دی. ویل کیږي چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو لږ وروسته ملا منصور، د طالبانو د نورو مشرانو په څیر پاکستان ته وتښتید او له همدې ځایه یې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد فعالیتونو کې ونډه واخیسته. مولوی منصور په ۲۰۱۰ کال کې هغه وخت د سولې د خبرو اترو په تړاو له امریکایي چارواکو سره مطرح شو چې د ده په نوم یوه بل کس له امریکایانو سره خبرې اترې وکړې.

منصور چې عمر یې د ۵۷ کلونو په شاوخوا کې ښوول کیږي په ۲۰۱۳ کال کې، کله چې د ملا عمر پخوانی مرستیال ملا برادر په پاکستان کې ونیول شو، د طالبانو د مرستیال په توګه وګومارل شو. په بروکسیل کې د سویلي اسیا د دیموکراتیک فورم د څیړنو مشر، زیګفرید والف، وایي چې په همدې وخت کې منصور د قدرت له رامنځ ته شوې خلا څخه په ګټه اخیستلو سره د طالبانو تر منځ خپل نفوذ‌ ډیر کړ او ډیر ژر په دې ډله کې په یوه مطرح کس باندې بدل شو. دغه کارپوه زیاتوي: «هغه په عین وخت کې دوه بیلابیلې ستراتیژۍ پر مخ وړلې. لومړی یې د طالبانو په بیلابیلو سطحو کې خپل ځان ته وفادار کسان ځای پر ځای کړل او تر څنګ یې خپل مخالفین هم له منځه وړل. په دې ترتیب سره هغه خپل نفوذ او د قدرت پایه د طالبانو په ډله کې وغځاوه.»

ولف زیاتوي چې مولوي منصور په تیرو درو کلونو کې په ورځینو پریکړو کې د ښکیلیدو له لارې په عملي توګه د طالبانو د تصمیم نیونې چارې په لاس کې لرلې.

ایا ملا منصور طالبان یو موټی ساتلی شي؟

د افغانستان د چارو کارپوه احمد سعیدي واي: «هغه به هیڅ کله هم د ملا عمر ځای و نه شي نیولی. ځکه ملا عمر د امیر المومنین په توګه د ټاکل کیدو پر مهال د له زرو څخه زیاتو علماو له خوا تایید شو. ملا منصور دغه امکان له ځان سره نه لري.»

له بلې خوا دا چې ملا عمر د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد جګړه کې فعاله پاتې شوی وو او له هغو ډلو سره جنګیدلی وو چې په افغانستان کې یې د قدرت پر سره جګړه کوله، هغه د ځوانو افراطي جنګیالیو له پاره پر یوه په زړه پورې شخصیت باندې اوښتی وو. ویل کیږي چې ملا منصور بیا د طالبانو د غړو تر منځ د یوه داسې کس په توګه شهرت لري چې د سولې خبرو اترو ته خوشبینه دی.

د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه توماس روتیک، وایي: «هغه به د ملا عمر په څیر د طالبانو د یو موټی ساتلو واک و نه لري. خو ملا منصور هم د طالبانو د ډلې یو پخوانی غړی بلل کیږي.»

په تیرو کلونو کې د ملا عمر له لادرکۍ څخه په تنګ شوي د طالبانو یو شمیر غړي لا وختي له دې ډلې بیل شوي او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په لیکو کې جنګیږي. اوس چې د طالبانو د مشر د مړینې خبر تایید شوی دی، نو ډیر شمیر د طالبانو هغه قوماندان چې خپلې ګټې د سولې په خبرو اترو کې نه ویني ښایي له اسلامي دولت سره یوځای شي.

ولف وایي: «د طالبانو غړي اوس د هویت له یوه کړکیچ سره مخامخ دي. هغوی د ملا عمر د مړینې خبر تر تاییدیدو وروسته د دغې ډلې د جوړښت او مشري په اړه پوښتنې لري.»

ایا اوس د سولې یو تړون تر پخوا ډیر شونی دی؟

په لیبیا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د جولای پر اتمه نیته په پاکستان کې د سولې په ترسره شویو خبرو اترو کې ښکیل افغان چارواکی محمد ناطقي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د ملا عمر مړینه به د سولې پر خبرو اترو «ډیره اغیزه» و نه لري. هغه زیاته کړه: «د طالبانو هغه استازې چې موږ په لومړی ناسته کې په پاکستان کې ولیدل د منصور په امضا ټاکل شوي وو.»

ناطقي وویل چې همدا اوس هم طالبان د سولې د موضوع پر سر سره ویشل شوی دی. کارپوهان په دې باور دي چې ښايي همدا موضوع د ملا منصور پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه وي. هغوي ټینګار کوي چې که منصور و نه توانیږي چې طالبان یو موټی وساتي نو د سولې یو احتمالي تړون به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو به معنی نه وي.

توماس روتیک وایي چې د طالبانو په منځ کې ځینې پیاوړې کړی چې د پاکستان له ملاتړ څخه برخمن دي غواړي د خبرو اترو له لارې په کابل کې په واک کې شریک شي. هغه زیاتوي: «همدا د منصور اصلي مخالفین بلل کیږي. له دې کبله د طالبانو په منځ کې د ویشل ګواښ موجود دی.»

په اصل کې پلان شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو استازې د دویم ځل له پاره د جمعې په ورځ سره وویني خو تر هغه وروسته چې د ملا عمر د مړینې خبرونه خپاره شول د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې دغه غونډه د طالبانو په غوښتنه ځنډول شوې ده. له بلې خوا طالبانو د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه هم خپره کړه چې په کې راغلي وو د هغوی سیاسي دفتر پر روانو خبرو اترو خبر نه دی.

د افغانستان د چارو کارپوه والف، وايي چې د ملا منصور پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه به دا وي چې هم خپله ډله یو موټي وساتي او هم له افغان حکومت سره یوه توافق ته ورسیږي او بیا خپل جنګیالي د جګړې په درولو قانع کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب