ملا منصور: زه ژوندی يم
۱۳۹۴ آذر ۱۵, یکشنبه
د افغانستان وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ یو ږغيز پيغام خپور کړی دی او وايي چي دغه يې د مشر ملا اختر محمد منصور پيغام دی. دغه ږغيز پيغام چي ۱۶ دقيقې اوږد دی پکښي ويل سوي چي د طالب قومندانانو تر منځ د وسله والې نښتي «آوازې» د طالبانو د کمزوره کولو له پاره خورې کړل سوي وې.
په خپور سوي پيغام کي د خبري کوونکي کس ږغ آرام معلوميږي او وايي:«ما دغه پيغام د دې له پاره ثبت کړ چي هر څوک پوه سي چي زه ژوندی يم.»
د دې څخه تر مخه يو شمېر رسنيو د بيلو منابعو پر اساس راپورونه خپاره کړي ول چي ګواکي ملا اختر محمد منصور د پاکستان د کوټي ښار سره نژدې په کچلاک کي سخت ژوبل سوی دی. په دغو راپورونو کي راغلي ول چي د ملامنصور دغه ژوبلېدنه د طالبانو د قومندانو د خپلمنځي خبري شخړي او وروسته د وسله واله نښتي نتيجه بلل سوې وه.
ايا دغه رشتيا د ملا منصور ږغ دی؟
په دغه ږغيز پيغام کي ويل سوي: «ما د هيڅ چا سره شخړه نه ده کړې او نه هم د څو کالو راهيسي و کچلاک ته تللی يم. دا ټول د دُښمن پروپاګنډ دی.»
طالبانو دغه ږغيز پيغام چي د دوی د ادعا له مخي د ملا منصور دی، و رسنيو ته د برېښناليک په مرسته لېږلی دی. دا د څو ورځو تودو بحثونو څخه وروسته چي ايا ملا منصور په رشتيا ژوبل سوی يا وژل سوی دی که څنګه. هيڅ بې طرفه اړخ تر اوسه د دې پخلی نه دی کړی چي دغه ږغ د ملامنصور دی. خو د وسله والو يو شمېر قومندانانو ويلي چي دغه ږغ د ملا منصور معلوميږي.
خو د افغان حکومت وياند سلطان فيضي ويلي چي دا نه ده تائيد سوې چي دغه پيغام دي د ملا منصور وي. فيضي د جمعې په ورځ په خپله ټويټر پاڼه کي پيغام ورکړی ؤ چي ګواکي ملا منصور مړ دی. هغه اوس پر ټويټر نوی پيغام خپور کړی: «موږ به دغه وارزوو.»
طالبان چي تيره مياشت پر دوو برخو ووېشل سول، دې ته زيات ليواله معلومېدل چي د ملا منصور د وژل کېدني په تړاو خبرونه ناسم ثابت کړي. دغه ډله ښايي له نورو خپلمنځيو لانجو څخه اندېښنه لري. په زياته بيا د هغه وروسته چي طالبانو د خپل مخکني مشر ملا محمد عمر مړينه زيات وخت پټه ساتلې وه او د هغه په نوم به يې پيغامونه خپرول.