1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مقدونيې د افغانانو په وړاندې پوله وتړله

۱۳۹۴ اسفند ۲, یکشنبه

په بالکان کې پروت هېواد مقدونيې د يکشنبې په ورځ له يونان سره ګډه پوله د افغاني اتباعو په وړاندې وتړله. يوناني چارواکو د سهار له خوا مقدونيان خبر کړل چې افغانان نور نه ورپرېښودل کيږي.

https://p.dw.com/p/1HzN6
انځور: picture-alliance/dpa/D. Savic

د افغانانو په وړاندې د سرحد د تړل کېدلو علت دا ښودل شوی دی چې صربستان هم خپله پوله له مقدونيې سره د افغانستان د اتباعو په وړندې ټينګه کړه ده. دغه خبره د فرانسې خبري اژانس د يوناني پوليسو په حواله کوي. د دغو څرګندونو له مخې عراقيان او سوريايان لا له يونان څخه مقدونيې ته ورتللی شي.

د ايدومېني په نوم سرحدي ځای کې څه نا څه ۴۰۰۰ انسانان انتظار وباسي. د نومبر مياشتې راهيسې يوازې افغانانو، عراقيانو او سوريايانو ته مقدونيه اجازه ورکوله چې ورتېر شي. دغه هېواد د بالکان په لاره کې د يونان او صربستان تر منځ موقعيت لري. له دغې لارې تر ټولو زيات کډوال اتريش، آلمان او سکانديناويي هېوادونونو ته ورځي.

آيا جرمني به هم پوله وتړي؟

اتريش په دې ترڅ کې خپلې د پناه په پاليسۍ کې تغيير راوستی دی. دغه هېواد غواړي چې د کډوالو شمېرې ډېرې محدودې کړي او اغزن تار هم وغځوي. د ورځې به يوازې ۸۰ کډوالو ته اجازه ورکړل شي چې د پناه غوښتنه وکړي او حد اکثر ۳۲۰۰ کډوالو ته به اجازه ورکړي چې داسې هېوادونو لکه آلمان ته ورتېر شي. په آلمان کې به د اتريش دغه پاليسي د کوم اساسي تغيير باعث ونه ګرځي.

د ورځې ۳۲۰۰ کډوال په کال کې بالاخره يو ميليون کډوال کيږي. د اروپايي کميسيون په خبره د اتريش له خوا د کډوالو د محدودولو پاليسي له نړيوالو مقرراتو سره په ټکر کې راځي. هغه سربېره پر دې د اروپا د بشري حقونو له کانونسيون سره هم سمون نه لري. که آلمان هم وغواړي چې خپل سرحدونه ټينګ کړي، نو خورا ډېرو تدابيرو ته اړتيا ليدل کيږي. سرحدونه بايد وتړل ، کټارې ودرول او سرحدونه د پوليسو له خوا کنترول شي. په پايله کې به د پولې تړل کېدل کومه فايده ونه لري.

د يوې پولي تړل پر نورو اغېز لري

د کډوالو د راتګ لارې تېر دوبی هم هغه مهال بدلې شوې چې ځينو هېوادونو پولې وتړلې. د کډوالو فشار بيا په نورو هېوادونو راځي: که يونان د ساري په ډول خپل سرحد وتړي، به په ترکيه کې د کډوالو شمېر لوړ شي. په ترکيه کې هسې هم دا مهال دوه ميليونه کډوال ژوند کوي.

د اوسنابروک د پوهنتون د کډوالۍ څېړونکی، يوخن اولتمر، وايي چې که ډېر اروپايي هېوادونه خپل سرحدونه وتړي، نو به د منځني ختيځ په هېوادونو لکه لبنان او اردن کې بې ثباتي ډېره شي. د بې ثباتې له کبله بيا لا پسې زيات انسانان تېښتې ته زړه ښه کوي. اولتمر له دې کبله دې تنېجې ته رسيږي چې که جرمني د اتريش په څېر خپل سرحد وتړي، به په پايله کې د کډوالو شمېر لا پسې لوړ شي.