1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصرۍ تښتول شوې الوتکه په قبرس کې ناسته ده

۱۳۹۵ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی دی چې په الوتکه کې لږ تر لږه یو کس په وسلو سمبال دی. ویل کیږي چې په الوتکه کې تر ۸۰ ډیر مسافر سپاره دی.

https://p.dw.com/p/1IL8Z
په قاهره کي هوايي ډکر
انځور: picture-alliance/dpa/H. Elfiqi

د مصري هوایي شرکت یا «ایجپت اییر» یوه الوتکه چې په کورني پرواز کي وه، د سه شنبه په ورځ د خپل اصلي مقصد پر ځای د قبرس «لرناسا نړیوال هوايي ډګر» کې کښیناسته.

مصري هوايي شرکت تائید کړې ده چې الوتکه یې تښتول شوې ده. چارواکو تائید کړې ده چې په الوتکه کې ۸۱ کسان سپاره ول. د ایجیپت اییر، چارواکو ویلي دي، یوه کس چې په ځان پوري یې چاودیدونکي مواد تړلي ول، پیلوټ دې ته اړ کړی دی چې الوتکه د قبرس پر لور روانه کړي.

د اروپايي ټولني د زده کړي پخوانۍ کمیشنري اندرولا ویسیلین، ویلي دي: «د الوتکي برمته کوونکو له پولیسو څخه غوښتې دي چې سیمه پریږدي، څو هغوی ښځې او ماشومان آزاد کړي.»

د فبریس رسنیو ویلي دي چې اوس ښځې او ماشومان له الوتکې څخه د کښته کیدو په حال کې دي. پولیسو ویلي دي چې اوس یو ځانګړی تیم سیمې ته رسیدلی دی.

دا الوتکه په داسې حال کې تښتول کیږي چې شپږ میاشتې مخکې په مصر کې د یوې الوتکې د لویدو له کبله ۲۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.