1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر، د سوریې ډیر کډوال بندیان کړي دي

نسیم صابر/گورچېفسکي اندریاس۱۳۹۲ مهر ۲۷, شنبه

د سوريې کډوال ځانونه نور په مصر کې خوندي نه ګڼي. مصريان ورته په بده سترګه ګوري او پوليس هغوی نيسي او بنديان کوي یې. د بخښنې نړیوال سازمان په يو نوي خپاره شوي رپوټ کې د مصر د بېلابېلو ادارو خپل سري ثبت کړې ده.

https://p.dw.com/p/1A2WT
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د بخښنې د نړيوال سازمان، امنېستي انترنېشنل په خبره مصر له خپلو نړيوالو ژمنو څخه چې څه باندې ۱۲۰۰۰۰ کډوال به مني او ژغوري، سرغړونه کوي. په غير رسمي توګه قاهره داسې انګېري چې آن ۲۵۰۰۰۰ سوريايان به په مصر کې موجود وي. په دې ترتيب مصر چې ۸۵ مليونه اوسېدونکي لري، د سيمې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر کم شمېر کډوال منلي دي.

کله چې د سپتمبر په مياشت کې تقريبا ۲۰۰ سوريايان له اسکندريې څخه ايټاليا ته په کښتۍ کې ورتلل، نو د مصر سمندري ځواک ورباندې ډزې وکړې او دوه تنه يې ووژل. پاتې کسان ټول ونيول شول. په عين ورځ پوليسو په همدغه ښار کې ۷۰ نور کډوال هم بنديان کړل.

شريف السعيد علي، چې د کډوالو د حقونو په برخه کې د بخښنې د سازمان د يوې څانګې مشر دی، وايي چې په سلګونو سوريايان په مصر کې د مديترانې سمندرګي د ساحل په اوږدو کې په زندانونو کې ناست دي. له دويچه ويله سره په خبرو کې نوموړي دغسې انتقاد وکړ:

«د سوريې په سلګونو کډوال، چې هم سوريايان او هم فليسطينيان دي، د مديترانې سمندرګي په اوږدو کې د مصر د پوليسو په ماموريتونو کې ساتل کيږي. دا هغه خلک دي چې په کښتيو کې دې خوا راتلل. هغوی د مصر د سمندري ځواک له خوا ونيول شول او د پوليسو ماموريتونو ته يوړل شول. سره له دې چې څارنوالۍ د هغوی د خوشې کېدو حکم کړی دی، خو هغوی د اوونيو راهيسې بنديان دي. د هغوی په منځ کې فاميلونه هم شته او داسې ماشومان چې عمر يې فقط يو کال دی.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لوی کميشينر وياند، آدريان ايدواردس په لندن کې د داسې ۸۰۰ انسانانو کيسه کوي چې په ورته شرايطو کې پوليسو نيولي دي. د هغوی په منځ کې هم ۴۰ تنه ماشومان دي. د نيول کېدو اصلي دليل نه دی روښانه. خو شريف السعيد علي دا داسې يوه هڅه بولي چې پر سوريايانو دې فشار راوستل شي تر څو هغوی بېرته خپل هېواد ته واستول شي. نوموړی وايي چې په سلګونو سوريايان يا لبنان يا ترکيې ته لېږل هم شوي دي.

«داسې کوم اصلي دليل نه شته چې هغوی ولې بنديان دي. موږ يوازې پوهيږو چې د امنيت ملي ادارې د هغوی د نيول کېدو امر ورکړی دی، خو دليل يې نه دی وړاندې کړی. چارواکي غواړي هغوی دې ته اړ باسي چې نورو هېوادونو ته استول کېدل ومني. له دې کبله دغه خلک په زندان کې ساتل کيږي. کله چې پر دوی باندې شرايط ومنل شي، له هغه وروسته بيا په سلګونو خلک د پوليسو له ماموريتونو څخه ووتل او د لبنان او ترکيې په څېر هېوادونو ته ولېږدول شول. دوې دغسې پېښې هم ثبت شوې دي چې په کې څه باندې ۷۱ کسان دې ته اړ ايستل شوي دي چې بېرته دمشق ته ستانه شي.»

په پايله کې دغه انسان هغې جګړې ته بېرته واستول شول چې ورڅخه تښتېدلي ول. خو نه يوازې پوليس پر کډوالو باندې فشار راولي، بلکې عادي مصريان هم غواړي چې له کډوالو څخه ځانونه خلاص کړي. له جګړې څخه تښتېدلي کډوال د مصر د اخوان المسلمين پلويان بلل کيږي چې د راپرځول شوی ولسمشر، محمد مرسي هم ورپورې اړه لري. دغه خبره ايدوارد لېپوفسکي کوي چې په قاهره کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې کارکوونکی دی:

«په مصر کې د سوريايانو هر کلی وشو. هغوی ته ويزې او د کار اجازه ورکړل شوه. خو د سياسي کړکېچ د راټوکېدو له کبله پر سوريايانو باندې تور ولګول شو چې هغوی په کې لاس لري. خلکو داسې تصور درلود چې ټول سوريايان له اخوان المسلمين سره اړيکې لري. له دې امله د سوريايانو په وړاندې غلط تصورات او منفي تبليغات وشول.»