1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف وطن ته د خیانت په تور محاکمه کیږي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ آذر ۲۳, شنبه

د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف، به وطن ته د خیانت په تور په یوې ځانگړې پوځي محکمې کې محاکمه شي. که پر هغه باندې دغه تورونه ثابت شي نو د دې خطر شته چې هغه ته د مرگ یا هم عمري بند سزا ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/1AZfo
انځور: picture-alliance/AP

پرویز مشرف به د روانې میاشتې په ۲۴ نیټه د یوې پوځي محکمې پر وړاندې څرگند شي. دغه موضوع د پاکستان د حکومت یوه استازي د جمعې په ورځ د فرانس پرس خبري آژانس ته کړې ده.

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې يو پخوانۍ پیاوړی پوځي وگړی د محکمې پر وړاندې د سختو جرمونو په تور څرگنديږي. په دې ترتیب سره که مشرف گرم وبلل شي نو هغه په عمري بند او یا هم اعدام سزا باندې محکومیدای شي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت د نومبر په میاشت کې یوه ځانگړې محکمه جوړه کړې وه. د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، په دې محکمې کې درې قاضیان گومارلي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره هغو قاضیانو چې د نواز شریف له خوا په دې ځانگړې محکمه کې د کار وړاندیز ترلاسه کړی دی، هغه منلی هم دی.

له تبعید څخه ستنیدل

پرویز مشرف د ۱۹۹۹ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر د یوې کودتا په پایله کې له واکه گوښه کړ او په خپله یې د ۲۰۰۸ کال د اگست تر میاشتې پورې د پاکستان چارې په لاس کې لرلې.

د مشرف د حکومت په وروستیو کلونو کې د هغه اړیکې له اپوزیسیون او قضایه قوې سره ستونزمنې شوې. هغه د دغو ستونزو د له منځه وړلو له پاره د ۲۰۰۷ کال په نومبر میاشت کې د پاکستان اساسي قانون لغوه کړ، پارلمان یې منحل اعلان کړ او د قضایه قوې ډیر شمیر لوړپوړي چارواکي یې له دندې څخه گوښه کیدو ته اړ کړل.

خو د مشرف دغو کړو په پاکستان کې ډیرې نیوکې راوپارولې چې په پای کې د هغه د استعفأ سبب شوې. له واکه څخه تر گوښه کیدو وروسته مشرف څو کاله له پاکستان څخه بهر په تبعید کې وخت تیر کړ او د روان کال په مارچ میاشت کې په ټاکنو کې د گډون په موخه بیرته پاکستان ته ستون شو. دا په داسې حال کې ده چې مشرف په ټاکنو کې د خپل ځان د نومولو اجازه ترلاسه نه کړه.

پر مشرف باندې ډیر تورونه لگول شوي دي. هغه د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو، د قتل په دوسیه کې هم تر څیړنو لاندې دی. تر دې مخکې مشرف ډیر وخت په نظر بندي کې تیر کړ، خو هغه اوس په ضمانت آزاد شوی دی. که څه هم مشرف اوس نظر بند نه دی خو په اسلام آباد کې د هغه کور اوس هم تر سختې څارنې لاندې دی ځکه ویل کیږي چې افراطي اسلامپاله یاغیان غواړي مشرف ووژني. پر دې سربیره مشرف اوس له پاکستان څخه د وتلو اجازه هم نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب