1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان او پاکستان د مشرانو خبرې عملي نتیجه نه لري»

۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

د پاریس د کنفرانس په څنډه کې د ولسمشرغني او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف لیدنې کتنې ته چې د افغانستان د سولې خبرې اترې به له سره پیل کړي، د افغانستان مشرانو جرگه یې په اړه ډيرې هیلې نه لري.

https://p.dw.com/p/1HFKE
انځور: DW

د سولې د خبرو اترو تر ځنډیدو څو میاشتې وروسته د افغانستان او پاکستان د حکومتونو مشرانو په پاریس کې د اقلیم د بدلون د نړیوال کانفرانس په څنډه کې سره ولیدل وکړ. هغوی د سولې د خبرو اترو د بهیر په هکله خبرې اترې وکړي.

په روان دوبي کې په ناڅاپي توگه د طالبانو د مشر ملا عمر د مړیني د خبر افشا کیدل، د دې سبب وگرځید چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې په هکله خبرې اترې قطع شي. اوسمهال د دواړو هیوادونو تر منځ بې باورۍ خپلمنځي اړیکي تر خپل سیورې لاندې راوستي دي.

افغانستان په وروستیو کې د پاکستان له لوري د سولې د خبرو اترو له سره د پیلیدو په غبرگون کې ویلي دي چې تر هغه وخته چې طالبان په آزادانه ډول په پاکستان کې غونډې کوي او د افغانستان پر ضد پروگرامونه جوړوي نو په وینا یې د سولې خبرې اترې کومه گټه نه لري.

پاکستاني او افغان چارواکي تل پر یو بل د تروریستي ډلو د ملاتړ تور لگوي. افغانستان په وار وار له پاکستان څخه غوښتي چې په قبایلي سیمو کې د ترهگرو پر ضد گامونه واخلي. خو د پاکستان د پوځ له لوري د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پر ضد د عملیاتو د پیلیدو وروسته افغان امنیتي نهادونه پر دې باور دي چې د حقاني شبکه تر هدف لاندې نه ده نیول شوې.

د افغانستان د مشرانو جرگې مشر فضل هادي مسلمیار، د سه شنبې د ورځې عمومي غونډې ته وویل: «دا واقعا یوه معما ده. په دې برخه کې باید په دقت غور وشي. موږ د سولې پلوي یو او سوله د هر افغان غوښتنه ده، خو هغه سوله چې د ولس قربانیانو ته په کې درناوی وشي او سوله باید د قدرت له لارې په لاس راشي.»

فضل هادي مسلمیار پر دې خبره ټینگار وکړ چې په افغانستان کې سوله په عذر او زارۍ امکان نه لري.

افغانستان په تیرو کلونو کې سولې او ثبات ته د رسیدو له پاره تلاش کړی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي ۲۱ وارې پاکستان ته سفر وکړ، څو سولې ته د رسیدو له پاره کومه لار ومومي خو دغو سفرونو کومه نتیجه نه ده ورکړې. همداشان د افغانستان د سولي عالي شورا هم د سولې د رامنځ ته کیدو له پاره خپلې هلې ځلي کړي دي.

د ولسي جرگې استازې فاطمه عزیز وایي: «زموږ د سولې عالي شورا له څو کلونو راهیسې فعاله ده او زیاتې پیسې یې لگولي دي. تر هغه وخته چې د پاکستان له لوري په سیمه او افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو له پاره بشپړ صداقت موجود نه وي، د لوبو په دغه سیاست سره نه شو کولای تفاهم ته ورسیږو.»

د جگړې د فصل ختمیدل

د افغانستان او پاکستان مشرانو په داسې حال کې د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې کړي دي، چې د جگړې فصل د ختمیدو په حال کی دی. طالبان تل د پسرلي په نیمایي کې جگړو ته زور ورکوي او د ژمي په رارسیدو سره د جگړې له شدته ستړي کیږي.

د فرهاد سخي، په نوم یوه تن سناتور وویل چې په پاریس کې چې د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ کوم ملاقات وشو، د هغه په خبره د سولې او امنیت له پاره کومه پایله نه لري. د دغه سناتور په آند د پاکستان سیاست پر هر فصل کې توپیر کوي او د هغې هدف د افغانستان د حکومت او خلکو غافله کول دي.

په عین وخت کې د سیاسي چارو شنونکي وايي چې په دواړو هیوادونو کې داسې کړۍ فعاله دي چې سوله او ثبات د خپلو هدفونو او پروگرامونو سره په مخالفت کې ویني او په سیمه کې د بې ثباتۍ هڅې کوي.

د سیاسي چارو کارپوه ولي الله شاهین، وایي: «که چیرې اشرف غني او نواز شریف په رښتیا وغواړي د افغانستان د سولې له پاره صداقتمندانه کار وکړي او په دې هیواد کې سوله ټینگه کړي نو دغه کړۍ باید سرکوبه او ملت ته یې د خاین په توگه وروپيژني.»

د ولي الله شاهین په خبره د پاکستان استخباراتي کړۍ په سیمه کې د سولې او ثبات پر وړاندې اصلي خنډ دی، په داسې حال کې چې ملکي حکومت یې له نورو هیوادونو سره د اړیکو د پراخوالو په لټه کې دی. د نوموړي کارپوه په وینا په افغانستان کې سوله هغه وخت ممکنه ده چې دغه مسئله د پاکستان د استخباراتو له کنترول څخه وایستل شي.