1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مسکو د افغانستان پر سرحد بیا کنترول نه غواړي»

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۱, پنجشنبه

يوه لوی روسي چارواکي ويلي دي چي د پخواني شوروي سرحدونو ته نژدې د «ترهګرو» ډېرښت روسيه اندېښمنه کړې ده. د هغه په وينا «خو مسکو د افغانستان پر سرحد بيا کنترل لرل په پام کي نه لري.»

https://p.dw.com/p/1H4MP
انځور: DW/G. Faskhutdinow

د پخواني شوروي ملګرو اتحاديانو يې په تکرار سره و خپلو سرحدونو ته نژدې د افراطي اسلامپالو د فعاليتونو پر ډېرښت اندېښنې ښودلي دي. په زیاته بیا د مرکزي آسيا هيوادونو د سرحدونو په تړاو اندېښنې زياتي دي. په دغه سيمه کي اکثريت مسلمانان دی.

د روسيې د دفاع وزارت معين يوري بوريسوف تېره مياشت رويترز خبري آژانس ته ويلي ول چي مسکو دا امکان نه سي ردولای چي يووار بيا به د تاجيکستان او افغانستان سرحد کنترول په خپله وکاندي.

خو د خپلواکو دولتونو مشترک المنافع سازمان (CIS) د سرحدونو ساتني د خدماتو ادارې روسي منتظم ډګر جنرال اليکساندر مانيلوف د پنجشنبې په ورځ (د نوامبر ۱۲مه) وويل چي دغه شان پلان نه لري. د CIS په سازمان کي د روسيې په گډون د پخواني شوروي اتحاد پخواني جمهوريتونه غړيتوب لري.

«۴۵۰۰ وسله وال او ترهګر»

مانيلوف د قزاقستان په پلازمېنه استانه کي د خبريالانو د سوالونو د جوابولو پر وخت وويل چي د تاجيکستان او افغانستان سرحد ته د روسي عسکرو لېږل په پلان کي نه دي. د هغه په وينا «داسي څه په اجندا کي شامل نه دي» او دا چي «د روسيې حکومت دا ډول هدف نه لري.» خو مانيلوف وويل چي د يوه اټکل له مخي له افغانستان سره پر سرحدي سيمو کي «۴۵۰۰ وسله وال او ترهګر» راټول سوي دي.

د مانيلوف په وينا د وسله والو دغه شمېر «د پخوا په پرتله ډېر دی». هغه زیاته کړه «زه فکر کوم چي په دغو سيمو کي په رشتيا ګواښ سته، چي پر سرحدونو د يرغل په نتيجه کي د دولتونو د ټيکاؤ د خرابښت هڅي وسي.»

د روسيې پوځ پخوا د تاجيکستان-افغانستان حساس سرحد پخپله څاره، خو په ۲۰۰۵م کال کي يې له ځايي حکومت سره د تړون په پايله کي خپل عسکر له دغه سرحده وايستل. په تاجيکستان کي ۶۰۰۰ عسکر

Seltene Sprachen in Tadschikistan kurz vor dem Verschwinden
انځور: DW/G. Faskhutdinov

ډګرجنرال الېکساندر مانيلوف خبريالانو ته وويل چي د سرحد ساتني ادارې مشرانو ته يې معلومات رسولي دي چي وسله والي ډلي د تاجيکستان او ترکمنستان سرحدونو ته نژدې سوي دي. خو نوموړي نور جزيات ورنه کړل.

روسيه په تاجيکستان کي ۶۰۰۰ عسکر لري چي دا تر روسيې دباندي د روسيې مځکني عسکرو تر ټولو لويه پوځي اډه ده. تاجيکستان د ۲۰۱۳کال په اکتوبر مياشت کي له روسيې سره پخوانی تړون تمديد او په دې توګه د نورو ۳۰ کالو له پاره وغځاوه. روسيه په قرغزستان کي هم نظامي هوايي ډګر لري.

تاجيکستان د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۷م کالونو تر منځ په کورنۍ جگړه کي په زرونو انسان ووژل سول. تاجيکستان چي تقريبا ۸ ميليونه نفوس لري د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کي تر ټولو بې وزله جمهوريت بلل کيږي.

په دغه هيواد امنيتي وضعيت يووار بيا هغه مهال خراب سو چي په سپتمبر مياشت کي د دفاع وزارت معين عبدالحليم بلوا وکړه او په نتیجه کي يې ووژل سو.

په قرغزستان کي هم په تيرو مياشتو کي د افراطي اسلامپالو وسله والو او پوليسو تر منځ وسله والي نښتي رامنځ ته سوي دي.