مسي له خپل کوچنې افغان مينه وال سره په دوحه کې ولیدل
۱۳۹۵ آذر ۲۳, سهشنبهد افغانستان د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ دغه ماشوم هغه وخت د لیونل مسي د کوچني مینه وال په نوم شهرت وموند چې د خریدارۍ له پلاستیکي کڅوړې څخه یې ځانته کميس جوړ او پر هغه یې د مسي ۱۰ شمیره ولیکله. د هغه دغه انځورونه په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شول، او بالاخره په خپله لیونل مسي ته ورسید.
وروسته تر دې چې مسي د خپل دغه مینه وال څخه خبر شو، خپل یو کمیس او توپ یې لاسلیک کړ او مرتضی احمدي ته یې د سوغات به توګه افغانستان ته ولیږه.
لیونل مسي د سه شنبې په ورڅ (د دسمبر میاشتې په ۱۳) په دوحه کې د قطر له الاهلي لوبډلې سره د یوه دوستانه لوبې په څنډه کې له نږدې ولیدل. مسي په خپل تویتر پاڼه کې دغه لیدنه تائید کړې او په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د سیالیو سازمان ورکونکي کمیټی د دغه ملاقات ویډیو په تویتر کې خپره کړی.
کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د سیالیو سازمان ورکونکي کمیټی په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «بالاخره له خپل اتل لیونل مسي سره د دغه شپږ کلن افغان مينه وال د ملاقات خوب په حقیقت بدل شو.»
مرتضی او کورنۍ لږه موده وروسته تر هغې چې د مسي په کوچني مینه وال یا کوچنی مسي مشهور شو مهاجر شول. د مرتضی کورنۍ ویلي وو چې د ګواښونو له امله د هیواد پریښودو ته اړ شوي دي او په پاکستان کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ ته یې د پناهندګۍ عریضه ورکړی ده.