1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مزارشریف له نوروز څخه یوه ورځ مخکې

۱۳۹۰ اسفند ۲۹, دوشنبه

ښار له خلکو ډک دﺉ. له څو اونیو راهیسي خلک د نوروز د رارسیدلو له پاره شیبي شمیري. په کور، بازار، کلي او ښار کې ټول د نوروز په اړه خبري کوي. مزارشریف له نوروز څخه یوه ورځ مخکي څیره بدله کړې ده.

https://p.dw.com/p/14MkG
انځور: DW / Wafaee

رودابه د مزارشریف د ښار یوه اوسیدونکي ده. هغه له خپلو میلمنو سره چې د کابل او بدخشان له ښارونو څخه راغلي دي بازار ته راغلې ده. هغه وایي: «موږ هر کال په نورز کې میلمانه لرو. موږ د کال تر ټولو ښي ورځي له خپلو دوستانو سره یو ځای تیروو.»

رودابه نوروز د هغه د سرو او شنو رنګونو په خاطر خوښوي. نو هغې له همدي کبله سرې جامي پر تن کړي دي.

د نوروز د دودونو په ډله کې د کور څنډل، د څراغونو روښانه پریښودل، د مسي ظرفونو سپينول او دې ته ورته نور دودونه دي. د مزارشریف اوسیدونکي د نوروز له رارسیدلو څخه څو ورځي مخکي خپل کورونه داسي څنډي چې ډیر وخت ئې بیا څنډلو ته اړتیا نه لیدل کیږي. رودابې هم همدا کار کړی دﺉ. هغه وایي: «موږ یوه لویه کورنۍ او ډیري کوټي لرو. د کوټو څنډل ډیر وخت او کار ته اړتیا لري خو خوشحاله یم چې د نوروز له راتګ سره مو کور نوی رنګ خپل کړ.»

له بل هیواد څخه میلمنه

د حضرت علي په زیارت کې یوه بله نجلۍ چې لیلا نومیږي وایي چې له تاجکستان څخه د نوروز د لمانځلو له پاره مزازشریف ته راغلې ده. هغه وایي چې اصلاً تاجکه ده خو له یوه افغان سره ئې واده کړی دئ. کله چې ئې په افغانستان کې د نوروز د لمانځلو په اړه خبري کولي ویویل: «ما فکر نه کاوه چې په افغانستان کې دې د نورز له پاره دومره تیاري ونیول شي. دلته نوروز د پخوا په څیر لمانځل کیږي. ټول خوشحاله دي.»

په مزارشریف کې نوروز او «گل سرخ» مېله په یوه وخت کې لمانځل کیږي. ډیر افغانان خو ان د نوروز میله او د مزارشریف د گل سرخ له مېلې سره یوه بولي.

"په مزارشریف کې شپي او ورځي مې د ژوند تر ټولو ښه وخت دئ"

عصمت الله له هلمند ولایت څخه له خپلي کورنۍ سره یو ځای مزارشریف ته راغلی دئ چې د نوروز میله ولمانځي. هغه وایي: «تل به مې په مزارشریف کې د نوروز د لمانځلو مراسم د تلویزیون له لاري لیدل او هیله مې درلودله چې د نوروز یوه میله په مزارشریف کې تیره کړم.»

د هغه په مزارشریف کې د نوروز مراسم ډیر خوښ شوي دي او د وزلوبي په اړه له ډیر هیجان سره خبري کوي. هغه وایي چې د مزارشریف څراغان شپي ئې ډیري خوښي شوي دي او دا چې دا شپي او ورځي د هغه د ژوند له ډیرو ښو شپو او وروځو څخه دي.

گرم بازارونه

د نوروز په شپو او ورځو کې په مزار شریف کې د نوروزي سندرو بازار هم ډیر گرم وي. سي ډي پلورونکي د فرهاد دریا، وحید قاسمي او مهوش نوروزي سندري غږوي او د هغوی سي ډي گان پلوري. د دې تر څنگ د مزارشریف د سړکونو تر څنک بنگړیوالي هم ناستي دي او رنگارنگ بنگړي پلوري.

اوستا د یوې بنگړيوالي مخي ته ناسته ده او ورڅخه بنگړي رانيسي. هغه وایي چې د کالیو رنگ ئې گلابي دئ او له همدي کبله غواړي گلابي بنگړي راونیسي. هغه وایي: «په نوروز کې مې د بنگړیو، نوو کالیو او نورو نوو شیانو اغوستل خوښیږي. زموږ کره له بهر څخه میلمانه راځي نو له همدې کبله باید زما جامې هم د هغوي په شان نوي وي.»

د نوروز جشن په بلخ ولایت کې د افغانستان د نورو برخو په پرتله په ښه شان لمانځل کیږي. په دغه وخت کې د افغانستان له بیلا بیلو برخو څخه په زرونو کسان د بلخ ولایت ته راځي او نوی کال لمانځي.

اووه لس کاله کيږي چې میرویس د حضرت علي په زیارت کې عکاسي کوي. هغه وایي چې خلک د حضرت علي زیارت ته د دعا کولو له پاره راځي. هغه زیاتوي چې ډیر خوشحاله دئ چې له اولسو کلونو راهیسي هغه کسان ویني چې د حضرت علي زیارت ته راځي.

د دې ټولو تر څنگ نوروز د بلخ په ولایت کې د شعر ویلو، وزلوبي، اور بازي، کنسرتونو، نندارتونونو او نورو میلو سره نوروز لمانځل کیږي.

حیدر یو له هغو میلمنو څخه دئ چې له کورنۍ سره ئې یو ځای له ایران څخه مزارشریف ته راغلی دئ. هغه وایي له هغه وخت راهیسي چې مزار شریف ته را رسیدلی دئ وخت ئې ډیر ښه تیر شوی دئ. هغه زیاتوي: «مزارشریف څومره ښایسته دئ. کاشکي چې د افغانستان د نورو ولایتونو اوسیدونکو هم هڅي کړي وای چې ښارونه ئې لکه د مزارشریف د ښار په څير ښایسته شوي وای.»

د بلخ اوسیدونکي د نوروز د لمانځني له پاره تیار دئ او خپلي ټولي هڅي کوي چې دغه لرغونی دود په ښه بڼه ولمانځي.

فرخنده رجبي/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض