1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکه: آيا مرکزي آسيا د ترهګرو يوه ځاله ده؟

۱۳۹۶ آبان ۱۲, جمعه

د ستاکهالم، سان پېترسبورګ او اوس نيو يارک بريد کوونکي ټوله له مرکزي آسيا څخه دي. دا چې ولې په اړه د دويچه ويله له خوا د نړيوال بحران د ډلې د مرکزي آسيا د چارو له مديرې، مېرمن ديردره تينان، سره مرکه دلته لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/2mxS3
Karte Zentralasien DEU

دويچه ويله: مېرمن تينان، د نيو يارک په ښار کې د اتو وژل شوو کسانو په ګډون له شوي بريد وروسته اوس ټوله دنيا بيا مرکزي آسیا ته ګوري. بريدګر دا ځل هم له ازبکستان څخه وو. آيا دغه سيمه د تندلارې اسلامپالې ترهګرۍ د راټوکېدو يوه اصلي سيمه ده؟ 

مېرمن ديردره تينان: نه، خبره تر دې حده پورې صدق نه کوي. خو صحيح خبره دا ده چې د مرکزي آسيا ډېر اوسېدونکي له «داعش» يا نورو ډلو سره په سوريه او عراق کې یو ځای شوي دي. موږ اصلا په دې برخه کې د ۲زرو تر ۴زرو انسانانو په هکله خبرې کوو. 

دويچه ويله: څه باعث ګرځي چې دغه خلک له تروريزم سره يو ځای کيږي؟
مېرمن تينان: ځينې کسان په ماجراو پسې ګرځي او غواړي چې وجنګيږي. نور د مذهبي جنون له مخې په عمل لاس پورې کوي. خو اکثريت خلک يې نا اميده شوي دي. د مرکزي آسيا ټولنې مطلق العنان سيستمونه لري او شتمنۍ هم په نابرابره توګه وېشلې شوې دي. په قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان کې زموږ د څېړنو پر بنياد پوهيږو چې د تروريزم بالقوه پلويان اکثرا خپله خرابه مالي وضع د دليل او انګيزې په توګه په ګوته کوي.»

دويچه ويله: آيا اسلامي دولت يا داعش په دې بريالی شوی دی چې له دغه وضعيت څخه ګټه پورته کړي؟
مېرمن تينان: اسلامي دولت د خپلو ماهرانه تبليغاتو د لارې وشو کولای چې ډېرو مختلفو کسانو ته خطاب وکړي. موږ له ۲۰۱۴ کال راهيسې ښې ډېرې څېړنې وکړې، د تاجکستان د امنيتي ځواکونو له يوه جګپوړي چارواکي څخه نيولې مو بيا د پېغلو نجونو په منځ کې هم د داعش پلويان موندلي دي.

Deirdre Tynan, International Crisis Group
د نړيوال بحران د ډلې د مرکزي آسيا د چارو مديره، مېرمن ديردره تينانانځور: International Crisis Group

دويچه ويله: آيا د مرکزي آسيا د هېوادونو حکومتونه يې په وړاندې عمل کوي؟

مېرمن تينان: اولني قدمونه اخيستل شوي دي، خو دا البته ډېر کوچني ګامونه دي. اکثرا د مخنيوي پر ځای د تروريزم ضد تدابير پورته کيږي. حکومتونه دا عادت لري چې دا هر څه يوازې امنيتي ستونزه بولي او د افراطي کېدو له ټولنيزو او اقتصادي عواملو سره هيڅ ځانونه بوخت نه ساتي. 

دويچه ويله: فکر کوئ چې د رسنيو له خوا پاملرنه به کمه وای، که د نيو يارک د ښار بريدګر د ازبکستان پر ځای له يوه ډېر مشهور هېواد څخه وای؟

مېرمن تينان: هو، دا هم يو رول لوبوي چې په دنيا کې خلک د مرکزي آسيا په هکله ډېر معلومات نه لري. په دغه سيمه کې د امريکا د متحده آيالاتو ستراتيژيک اهداف هم يوازې خال خال موجود دي چې موخې يې اکثرا د افغانستان په اړه څرخي.

دويچه ويله: د ستاکهالم، سان پېترسبورګ او اوس نيو يارک بريدکوونکي ټول په عملي ډول جنګېدلي جهاديان نه ول، بکلې داسې کډوال ول چې مرکزي آسيا يې د لويديځ په لور شا ته پرې ايښې وه.

مېرمن تينان: خو هغوی يو مشترک ټکی لري، هغه دا چې په مرکزي آسيا کې افراطي شوي نه وو. د امريکا په متحده آيالاتو کې بايد د مرکزي آسيا په څېر عين سوال مطرح شي چې دغه بريدګر ولې افراطي شوی وو. کېدای شي هلته بايد دغه سوال لا زيات مطرح شي.