1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل: د ترور ضد قانون ته اړتيا ده

۱۳۹۰ شهریور ۱۸, جمعه

د آلمان د صدراعظمی انګلا مرکل په نظر د نړيوال تروريزم پرضد د بشپړ برياليتوب لپاره لا تراوسه يو اوږد مزل په مخکي دي. هغی دا خبره وروسته له هغي وکړه چي په برلين کي دوه تنه د يو تروريستي پلان د جوړولو په تور ونيول شول

https://p.dw.com/p/12Vt2
د آلمان صدراعظمه انګل مرکل
د آلمان صدراعظمه انګل مرکلانځور: dapd

د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل په يوي تلويزوني  مرکه کي  وويل چي د سپتمبر د يولسمي د حملو څخه لس کاله وروسته هم د ترهګري ضد مبارزي  ته بايد دوام ورکړ شي.  هغي وويل: « نړيواله ټولنه بايد يو بل سره له نژدي همکاري وکړي تر څو زده کړي چي  له تروريزم سره څه ډول چلند وشي.»

هغي وويل چي  د ترهګري خطر لا تراوسه له مينځه نه دي تللي.  د آلمان صدراعظمي  په امريکا متحده ايالاتو کي  د حملو څخه وروسته په څپل هيواد کي د  امنيت د خوندي ساتني د قوانينو  سختول يو مهم اقدام وګانه.

هغي وويل: «په آزاديو کي محدوديتونه او کنترول د تينګښت لپاره اړتيا  ده  تر څو د آزادي  ښيګني خوندي وساتلي شي.»

په آلمان کی د ترهګری ګواښ

د المان پولیسو په برلین کې د ممکنه بمي چاودونو په تور دوه تنه نیولي دي. پولیسو ویلي چې تورن کسان د څو میاشتو تر تعقیبولو وروسته نیول شوي.

د المان د خبري اژانس ډي پي اې په وینا د برلین پولیسو وویل چې تورنو کسانو څو میاشتي د مخه کیمیاوي مواد رانیولي وو او تر هغي وروسته دغه کسان تر جدي تعقیب لاندي ونيول شول. دغه دواړه کسان د پنج شنبي په ورځ د خپلو کورونو څخه نیول شوي دي.

د برلین پولیسو دوه تنه د ترهګری په تور ونيول
د برلین پولیسو دوه تنه د ترهګری په تور ونيولانځور: dapd

د پلټنو په ترڅ کې د یو اسلامي کلتوري مرکز او د یو جومات په شمول د شکمنو کسانو کورونه پلټل شوي دي.

د برلین پولیسو ویلي دي چې کلتوري مرکز او جومات یې ځکه پلټلی دی چې دغه تورنو کسانو به زیاتره وخت په جومات کې تیروو او کله نا کله خو به په جومات کې به یې شپی هم  سبا کولي. خو  پولیسو وویل چې په پلټنو کې جومات او کلتوري مرکز شامل نه دي.

په نیول شوو کې یو تن ۲۴ کلن  په خټه لبنانی دی چی د آلمان تابیعت لری او بل تن چې عمر یې ۲۸ کاله دې د غزي  له تړانګی څخه دی. د پولیو په وینا دوي داسي کیمیاوي مواد اخیستي وو چې په بم جوړولو کې ترې کار اخیستل کیده.

د پولیس ویاند، مارتین اوتي وویل  له هغی ورځي څخه چی دوی  دغه کیمیاوي مواد اخیستي ،  د پولیسو له خوا تر څارنې لاندي نیولي شوی دي. خو هغوي لا تر اوسه د بم په جوړولو کار پیل کړی نه وو.

اوتی  وویل چې د پولیسو له خوا پلټني رواني دي.   هغه زیاته کړي تر اوسه پوري داسې کوم شواهد نه دي موندل شوي چې دغو تورنو کسانو برلین ته  د کاتولیکی مسیحیانو د مشر، ۱۶ پاپ ، د سفر او یا هم  د سپتمبر د یولسمي د پیښې د لسمی کالیزی  په اړه کوم د ترهګری د بریدونو تر سره کولو کوم پلان درلود.

د صدراعظمی انګلا مرکل په کابینه کې د کورنیو چارو د امنیت کارپوه، ولفګنګ بوسباخ، ویلي چې دغه نوي هڅې باید په لویه کچه د خطر د زنګ لامل نه وي.

هغه زیاته کړه: « مونږه پوهیږو چې المان د ترهګرو د بریدونو یو هدف دی، او شکمن ترهګر د روزنې په موخه له دې ځایې څخه د پاکستان او افغانستان پولو ته څیرمو سیمو ته سفرونه کوي، دا د اندیښنې وړ ده، خو هیڅکله د ویري لامل نه دی.»

د المان په امنیتي تدابیرو کې کوم بدلون نه دی راغلی، خو داسی اټکل کیږي چې دغه دواړه تورن کسان د کومې وتلي ترهګرې ډلې سره تړاو نه لري.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم