مرغان، له جګړو د ستړو ځینو افغانانو ساعت تیري
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو څخه د ستومانه شوو ځینو افغانانو له پاره له مرغانو سره وخت تیرول د خوښۍ یوه شیبه وي. دغه کار هغوی له جګړو څخه د یوه ساعت له پاره لیرې کوي. په کابل کې د مرغانو د بازار ځینو انځورونه.
په پلازمینه کابل کې د «کاه فروشي» بازار ته سر ورښکاره کوو، چیرې چې د مرغانو د خرڅلاو بازار موقعیت لري. د کابل په زاړه ښار کې تنګه کوڅه چې د مرغانو له قفسونو ډکه ده، له هر لوري د مرغانو اوزاونه اوریدل کیږي.
پیردونکي چې زیاتره نارینه ده، په کوڅه کې ښکته او پورته ځي او مرغان ویني. زیاتره کسان هغه مرغان رانیسي چې په کور کې یې وساتي او یا هم د مرغانو د جنګولو له پاره یې وروزي.
په دغه کوڅه کې زیاتره نارینه کفترې رانیسي. کفتر بازي په افغانستان کې نه یوازې د ځینو خلکو له پاره یوه سرګرمي ده، بلکې ځینې یې خپل شغل بولي او د هغې له ساتنې او د نسل تولید له لارې پیسې هم تر لاسه کوي.
هغه کسان چې کفترې بازي خپل مسلک بولې ډیرې کفترې لري چې په وینا یې هغه یې سرمایه ده او ورته ډیر ارزښت لري.
کفترې د نسل او ډولونو له مخې درجه بندي کیږي او بیلا بیلې بیې لري. ځینې دغه کفترې آن په ډالرو رانیول کیږي او یا پلورل کیږي.
د کفترو په پښو کې یو ډول ګونګري یا نښه اچول کیږي چې د هغوی د پیژندلو په برخه کې مرسته کوي.
ځینې کسان دغه بازار ته د زرکو د رانیولو له پاره راځي.
ځیني کسان زرکې د ښایست او غږ له پاره په خپلو کورونو کې ساتي.
ځیني کسان بیا زرکان د جنګولو او شرط تړلو له پاره رانیسي او هغه روزي.
بیلا بیل ډول مرغان چې پکښې کناري، بلبل او نور قسمونه شامل دي په قفسونو کې نندارې ته ایښول شوي دي. په داسې حال کې يې په ټول بازار کې خواږه غږونه اوریدل کیږي چې د دغه ښار اوسیدونکي هره ورځ د ډزو او الوتکو غږونه اوري.
د کناري مرغۍ تر څنګ طوطیان هم هغه مرغان دي چې خلک یې په خپلو کورونو کې د ساتلو له پاره رانیسي.
ډیر شمیر کسان دغو طوطیانو خبرې کول زده کوي او ترې خوند اخلي.
خو چرګ، بیا په بازار کې زیات مشتریان لري او د کفترو په څیر ډیر خرڅلاو لري. خو ولې؟ په راتلونکو انځورونو کې یې ووینئ.
د دې له پاره چې چرګ یا بانګي د جنګولو له پاره خلک رانیسي چې کله ناکله پرې لوی لوی شرطونه هم تړي.
هغه کسان چې له چرګ څخه د جنګولو له پاره استفاده کوي خپل ځانونه په دغه برخه کې مسلکي بولي او خپل ډیر وخت د هغوی په روزنه تیروي. د بیلګې په توګه دغه کس چې د بانګي مښوکه تیره کوي.
د مښوکې سربیره، د چرګ پنجې هم تیرې کیږي او د هغوی پښې په مخصوصو تیلو او یا هم پر واسلین غوړوي. ځینې کسان بیا پر خپل چرګ باندې وینه هم څښي، چې په خبره یې لا پسې جنګي شي.
هغه چرګ چې تل میدان بایلي او یا هم د جنګیدو پر مهال سخت ټپونه وویني، بیا نو ترې د خوراک له پاره استفاده کیږي.
خو یوازې نارینه نه دي چې په دغه بازار کې مرغان رانیسي، بلکې په چادریو کې ځینې ښځې هم لیدل کیږي چې له دغو دوکانونو مرغان رانیسي.
ډیر شمیر چرګان په دې ځای کې یوازې د خوراک له پاره اخیستل کیږي.
هغه چرګان چې د خوړو له پاره رانیول کیږي، زیاتره وخت د همدغې کوڅې په یوه برخه کې او یا د دوکان مخې ته ذبح کیږي چې سړی یې په یو نیم ځایونو کې د وینو لکې لیدلی شي.
طبیعي ده چې په دغه بازار کې د مرغانو تر څنګ د هغوی د خوراک او د روزنې له پاره اړین شیان هم خرڅلاو ته وړاندې کیږي. (انځورونه له خبري آژانسونو اخیستل شوي)