1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مخکښ نوماندان: دویم پړاو ته چمتو یو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې دوو مخکښو نوماندانو د غیر رسمي پایلو پر اساس د خپل لاس برتوب ادعا کړې خو دا یې هم ویلي دي چې که ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي هغوی په کې گډون کولو ته چمتو دي.

https://p.dw.com/p/1BeWQ
د ټاکنیز کمیسیون کارکوونکې
د ټاکنیز کمیسیون کارکوونکېانځور: Reuters

په وروستیو ټاکنو کې له اووه میلیونو څخه ډیرو افغانانو گډون وکړ تر څو د ولسمشر کرزي ځای ناستی وټاکي. په دغو ټاکنو کې نهو کسانو ځانونه کاندید کړي وو. که چیرې هیڅ یو نوماند هم له پنځوس سلنه څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو و نه توانیږي، ټاکنې به دویم پړاو ته وغځیږي.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د کمپاین غړو ادعا کړې ده چې هغوی تر نورو ټولو ډیرې رایې گټلې دي. د اشرف غني احمدزي ویاندې میرمن رفعت، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ د څارونکو له خوا د رایې لومړنۍ ارزونې ښيي چې موږ ډیر مخکښه یو. خو موږ باید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د پایلو اعلانیدو ته په تمه پاتې شو. که ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي، موږ ورته په بشپړه توگه چمتو یو او پر خپلې بریا باندې ډاډمن یو.»

له بلې خوا د عبدالله عبدالله ویاند محب رحمان رحماني، هم په ټاکنو کې د بریا ادعا کړې ده. هغه ویلي دي: «زموږ د داتا بیزونو [معلوماتو د ځیرمو] په مرکزونو کې څیړنې ښيي چې زموږ ټاکنیز ټکټ د شمیرل شویو رایو له ډلې څخه د ۶۲ سلنه په ترلاسه کولو سره مخکښه ده.» رحماني هم ویلي دي چې باید د ټاکنو د کمیسیون له خوا د بایلو اعلانیدو ته انتظار وایستل شي خو هغه روښانه کړې ده چې که ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي نو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله په کې گډون ته چمتو ده.

«په ټاکنو کې یو څه درغلۍ شوې دي»

له بلې خوا د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د چهار شنبې په ورځ وویل چې د درغلیو د موندلو له پاره به رایې وڅیړي. د دغه کمیسیون مشر عبدالستار سادات، زیاته کړه: «درغلۍ شوې، قوانین هم تر پښو لاندې شوي. دغه پیښې لږې نه دي خو موږ دې ته ژمن یو چې رایې پاکې کړو.»

دغه چارواکي وویل چې هغوی ته له ۳۰۰۰ څخه ډیر شکایتونه رسیدلي دي چې ډیر شمیر یې د رایو د ورقو د کمښت په اړه دي. ویل کیږي چې دغه ستونزه د ضعیفه پلان جوړونې، د ډیرو افغانانو د گډون او په ځینو مواردو کې د درغلیو له کبله رامنځ ته شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي دي چې د اپریل پر پنځمه نیټه ترسره شوې ټاکنې د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو په پرتله شفافه بریښي. په ۲۰۰۹ کال کې د ټاکنو پر بهیر باندې د درغلیو سخت تورونه ولگول شول.

د ټاکنو یو شمیر قسمي پایلې به په راروانو ورځو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شي خو وروستي پایلې د مې پر ۱۴ نیټه اعلانیږي. که ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي نو هغه به د مې پر ۲۸ نیټه ترسره شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب