1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مخالفو سياسي گوندو له طالبانو سره خبري رد کړې

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د کرزي مخالفو سیاسي ډلو له طالبانو سره خبرې رد کړي. د افغانستان ملي ایتلاف وایي چې د پاکستان استخباراتي کړۍ طالبانو ته د اعتبار وربخښولو او د افغان حکومت او اپوزیسیون تر منځ د بې اعتمادې د رامنځ ته کولو له پاره تلاښ کوي.

https://p.dw.com/p/180Cy
Taliban soldiers with guns stand guard in Bamiyan, Afghanistan, in this undated but recent photo. Opposition leaders claimed Tuesday, June 5, 2001 at least 100 Taliban fighters died in the fighting Monday and Tuesday and that their soldiers had captured the strategic Yakawlang district in central Bamiyan province. The Taliban Islamic militia controls 95 percent of the country and is fighting the opposition to capture the remaining five percent. (AP Photo/Amir Shah)
Taliban in Bamiyan Afghanistanانځور: AP

د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۸) اسوشیتډ پریس خبري آژانس داسې یو راپور خپور کړ، چې مخالفي سیاسي ډلې تلاښ کوي چې له طالبانو او حزب اسلامي سره خبرې اترې وکړي. راپور زیاتوي چې د اپوزیسیون ډلې په دې هڅو کي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو دمخه له طالبانو سره د سولې په اړه یوه جوړجاړي ته ورسیږي.

خو د ملي ایتلاف په نوم د ګوند ویاند سید حسین فاضل سنچارکي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه راپور سم نه دی: «نه د ملي ایتلاف او نه هم د ګوندونو او سیاسي ایتلاف د همکارۍ په شورا کې له مخالفو ډلو سره د خبرو اترو پروګرام وجود لري. موږ دغه راپورونه په شدت سره ردوو او تعجب کوو.»

د احمد ضیا مسعود په مشرۍ ملي جبهې هم له طالبانو او حزب اسلامي سره خبرې اترې رد کړي دي. د دغه ګوند ویاند سردار محمد رحیمي ویلي دي چې د دغي جبهې، طالبانو او حزب اسلامي تر منځ د پردې ترشا هیڅ راز غیر رسمي خبري اترې نه دي تر سره شوي:

«که په ځانګړې یا پټه او یا هم په فردي توګه کومې ليدني تر سره شوي وي، خبر نه لرو. ملي جبهه له طالبانو سره په خبرو اترو کې پر شفافیت باندي ټینګار کوي.»

«په خبرو اترو کې باید ټول ګډون ولري»

د حکومت اپوزیسیون ډلې وایي چې د سولي له پاره هر ډول هڅې باید د تړلو دروازو تر شا تر سره نه شي. هغوی پر دې خبره ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت باید د خبرو اترو اصلي مرجع وي او په دغو خبرو اترو کې باید ټول اړخونه د اپوزیسیون او مدني ټولنې په شمول ګډون ولري.

سانچارکي وایي چې طالبانو او حزب اسلامي د اپوزیسیون له ډلو سره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده خو هغه وایي چې له ملي ایتلاف سره د طالبانو جداګانه خبري ستونزه نه شي اوارولای. د هغه په وینا د سولې خبري اتري بايد هر اړخیزه وي او ټول بايد پکې ګډون ولري.

سانچارکی وایي چې په خبرو اترو کې د طالبانو صلاحیت کم دی او له دغه ډلې سره د سولې په اړه خبري باید له پاکستان سره وشي: «له طالبانو سره باید د ستونزې د شل فیصده برخې په توګه چلند وشي. ۸۰ سلنه مشکل پاکستان او هغو ډلو ته ورګرځي چې له دوی سره مرسته کوي.»

بې باروي

په پام کې وه چې د ټولو اړخونو په شمول د حزب اسلامي، طالبانو، د افغانستان حکومت او د اپوزیسیون د ډلو یوه غونډه، د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په عشق آباد کې تر سره شي، خو د حکومت د مخالفت له امله دغه غونډه و نه شوه.

له هغه وخته چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره هڅې پیل کړي دي، د اپوزیسیون د ډلو له لوري له اندیښنو سره مخامخ شوي او ویلي یې دي چې سوله باید د بندو دروازو تر شا تامین نه شي.

د افغانستان ملي جبهه پر دې خبره هم ټینګار کوي چې له طالبانو او حزب اسلامي سره د پټو او پردې تر شا خبرو اترو ته لیوالتیا نه لري. د دغه ګوند ویاند وایي چې هر رنګه تر سره کیدونکي خبرې اترې باید ښکاره وي او د افغانستان خلک باید له دغه جریان څخه خبر اوسي.