محکمې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ
۱۳۹۷ اردیبهشت ۶, پنجشنبهدا د پاکستان واکمن ګوند یا «د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند» ته چې د کال په پای کې راتلونکو ټاکنو ته چمتوالی نیسي یوه بله ستر ضربه بلل کیږي. د روان کال په جولای میاشت کې هم د دې ګوند مشر نواز شریف، د اداري فساد د تورونو له کبله له دندې ګوښه شوی وو او د ټول ژوند له پاره پرې په سیاست کې د نه ګډون پریکړه شوې وه.
د خواجه د شتمنیو د پټولو پر وړاندې په محکمه د عمران خان د ګوند پاکستان تحریک انصاف، غړي عثمان ډار عریضه کړې وه. په دغه درخواست کې ویل شوي ول چې خواجه آصف په متحدو عربي آماراتو کې د کار کولو اقامه پټه ساتلې وه چې هغه د ۲۰۱۹م کال د جون تر میاشتې پورې د اعتبار وړ ده.
د ډار وکیل په محکمه کې د خپلو دلایلو په ترڅ کې روښانه کړه چې د یوه وزیر د منصب له مخې د اقامې پټول د اصولو مخالف کار دی.
خواجه آصف د سیالکوټ له ۱۱۰ انتخاباتي حوزې څخه د پارلمان غړی ټاکل شوی وو. په محکمه کې عریضه کوونکی د هغه سیال نوماند عثمان ډار وو. محکمې خپله لنډه پریکړه واوروله او د تفصیلي پریکړې د جاري کولو خبره یې هم وکړه.