1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: اخراج شوی افغان مهاجر باید بیرته آلمان ته راوستل شي

۱۳۹۶ آبان ۴, پنجشنبه

د آلمان د یوې ادارې محکمې د پریکړې پر بنسټ افغانستان ته اخراج شوی یو مهاجر باید بې له ځنډه بیرته آلمان ته راوستل شي. دغه خبره د زګمارنګن د محکمې یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته کړی ده.

https://p.dw.com/p/2mWSM
aus Deutschland nach Afghanistan abgeschobene Afghanen
انځور: DW/S. Petersmann

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د آلمان د زګمارنګن ښار یوې محکمې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې یا (BAMF) څخه غوښتي دي چې هغه افغان مهاجر چې په لومړي سر کې بلغاریا هیواد ته بیرته استول شوی او له هغه ځایه بیا افغانستان ته اخراج شوی باید بیرته آلمان ته راوستل شي.

مخکې تر دې د نورو تر څنګ د«Schwbische Tagblatt» رسنۍ هم د دې موضوع په اړه رپوټ ورکړی وو. نوموړی مهاجر د بلغاریې له لارې د آلمان د بادن- ورتمبرګ ایالت د توبنګن ښار ته راغلې وو او د جون میاشتې په ۸مه نیټه یې پناهندګي ورکړې وه.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له نظره اروپایې هیواد بلغاریا د دغه مهاجر په برخه کې (د پناهندګۍ د ورکړې) مسئولیت لري. د دوبلین د قاعدې له مخې که یو مهاجر په لومړي سر کې هر اروپایې هیواد ته داخلیږي باید په هلته پناهندګې ورکړي. له همدې امله نوموړی ۲۳ کلن افغان مهاجر د سپټمبر په میاشت کې بیرته بلغاریا ته واستول شو.

د یادې محکمې ویاند ویلي دي چې دا یوه تیروتنه وه چې باید بیرته را وګرځول شي. د اخراج پر ضد د هغه دعوی ځنډنې تاثیرات درلودل- یعنې هغه باید نه وای اخراج شوی.

د دې پر ځای چې هغه د اکتوبر په میاشت کې له بلغاریې څخه بیرته آلمان ته راوستل شوې وای، بلغاریایې ادارو هغه افغانستان ته اخراج کړی دی. د توبنګن محکمې ویاند وویل: «دا چې هغه په خپله خوښه افغانستان ته تللی او که نه، دا تر اوسه پورې نه ده څرګنده.» 

اوس موضوع دا ده چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت باید دغه افغان بیرته راولي.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادراې یا BAMF وياندي ویلي دي چي په اړونده قضيه کي د بیلا بيلو ادارو ښکېلوالی او مختلف وجوهات د دې لامل شوي ول چي د حقوقي دعوی ځنډ د دغه مهاجر د سپارلو پر مهال په پام کي ونه نيول سو. دغې وياندي زياته کړې چي اداره يې «د امکاناتو برابرولو کوښښ کوي چي پناه غوښتونکی بېرته راولي».

زموږ له ارشیف څخه: