1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: آلمان باید «دریم جنس» د زیږد په اسنادو کې درج کړي

۱۳۹۶ آبان ۱۷, چهارشنبه

د آلمان د اساسي قانون محکمې د چهارشنبې په ورځ د زیږد د ثبت په ادارو کې د «دریم جنس» د درجیدو پریکړه وکړه. محکمې دغه حکم د یوه ترانز جنسیتي کس د استناف غوښتنې په قضیه کې صادر کړی دی.

https://p.dw.com/p/2nHtn
Intersexuelle Person
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

د آلمان د اساسي قانون محکمې ویلي دي چې هغه کسان چې جنسیت یې نه نارینه او نه هم ښځینه وي، باید جنسیت یې د «دریم جنس» په توګه د زیږد په اسنادو کې درج شي.

په کالسروحه کې د میشتې اساسي قانون دغې محکمې د حکم له مخې نو باید قانون جوړونکي د ۲۰۱۸م کال تر پايه پورې د زیږدو د ثبت په ادارو کې د «دریم جنس» د درج قانوني زمینه برابره کړي.

د آلمان د اساسي قانون محکمه په دې باور ده چې «د جنسيت تعین د یوه کس د هویت له پاره کلیدي نقش لري او له حیاتي ارزښته برخمنه موضوع ده. په دې ترتیب نو د هغو کسانو جنسیتي هویت چې نه نارینه دي او نه هم ښځه، خوندي کیږي.»

له ۲۰۱۳م کال راهیسې د آلمان اوسیدونکي د دې امکان لري چې د خپل پيدايښت د ثبت پر مهال د جنسیت برخه خالي پریږدي خو هغو کسانو چې په دې برخه کې مبارزه کړې ده چې د دې برخې خالي پریښودل، کافي نه بولي.

د «دریم انتخاب» په نوم مدافع ډلې پر خپله رسمي تویتر پاڼه د سترې محکمې له دې پریکړې تود هرکلی کړی دی او هغه یې یو وړوکی انقلاب بللی دی. د آلمان د بشري حقونو انستیتوت او د بشري حقونو یو شمیر نورو بنسټونو هم د دې پریکړې هرکلی کړی دی.

د آلمان د فاميلي چارو وزیره کاترینا بارلي، د دې پریکړې له ستایلو سره وایي چې راتلونکی حکومت باید دغه موضوع ژر تر ژره په پام کې ونیسي. ویل کیږي چې په آلمان کې نزدې ۸۰ زره کسان د متضادو جنسي صفتونو خاوندان یا (Intersex) بلل کیږي. دا داسې کسان دي چې د مذکر او مونث په متعارفو قالبونو کې نه برابریږي. د زیږد په اسنادو کې د دریم جنس له درجولو سره به آلمان په اروپايي ټولنه کې لومړی هیواد وي چې دغه کار ترسره کوي.