1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متیس، افغانستان ته د اضافي سرتیرو لیږلو امر لاسلیک کړ

۱۳۹۶ شهریور ۱۰, جمعه

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس، د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د دغه هیواد د نوې ستراتیژۍ د تطبیقولو په موخه یې لومړنی امر لاسلیک کړی دی، چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمیر زیاتوالی هم په خپل بر کې رانغاړي.

https://p.dw.com/p/2jBPF
USA James Mattis vor dem Senat in Washington
انځور: Reuters/J. Ernst

متیس د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «هو، ما امر لاسلیک کړی، خو هغه بشپړ نه دی.» متیس په دې هکله څه و نه ویل چې څومره اضافي ځواکونه به افغانستان ته واستول شي او د هغوي دقیق نقش به څه وي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پنتاګون یا د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت اوس په افغانستان کې د ځواکونو د پراختیا جزئیات مشخص کړي، چې ولسمشر دونالد ترمپ یې د اګست په ۲۰ نیټه په خپله وینا کې وړاندوینه کړې وه.

د غیر رسمي اټکلونو له مخې ښایي نور ۴۰۰۰ جنګي امریکايي عسکر افغانستان ته واستول شي، څو افغان امنیتي ځواکونه وروزي او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې مرسته وکړي. د دغو عملیاتو په ترڅ کې طالبان او داعش دواړه په نخښه کیږي.

د چهارشنبې په ورځ پنتاګون دا خبره تائید کړه چې په افغانستان کې اوسمهال د امریکایي عسکرو شمیر ۱۱۰۰۰ تنه دی. تر دې دمخه دغه شمیر ۸۴۰۰ سرتیري ښوول کیده. د پنتاګون یوې ویاندې دانا وایټ، وویل چې دا د متیس له خوا د شفافیت د رامنځ ته کولو د هڅو یوه برخه ده.

په عین وخت کې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو پوځ ویلي دي چې د هغو ادعاوو په هکله یې رسمي پلټنې پېل کړي دي چې په يوه هوایي برید کې لږ تر لږه د ۱۲ ملکیانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د پوځ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې چارواکي د سه شنبې په ناوخته د لوګر ولایت مرکز، پل علم ته څیرمه په باري کلي کې د رامنځ ته شوې پیښې په هکله حقایق ارزوي.

په لوګر کې افغان چارواکي ادعا کوي چې د «بهرنیو ځواکونو» په هوایي برید کې ملکي کسان وژل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې امریکایي ځواکونه یوازيني بهرني ځواکونه دي چې لا هم په افغانستان کې هوایي بریدونه تر سره کوي.