1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په ختیځه اروپا کې د درنو وسلو پرزیرمه کولو غور کوي

آژانسونه/شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۲۴, یکشنبه

د یوې امریکایې ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت پر دې غور کوي چې په ختیځ اروپا او د بالتیک په هیوادونو کې د خپلو زرگونو سرتیرو له پاره جنگي وسایل او تجهیزات زیرمه کړي.

https://p.dw.com/p/1Fgvb
انځور: AFP/Getty Images/S. Supinsky

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ پنټاگون پر هغه پلان کار کوي چې له مخې امریکا متحده ایالات غواړي په ختیځه اروپا کې میشت خپلو شاخوا ۵۰۰۰ زره سرتیرو د پاره درنې وسلې زیرمه کړي. په دغو مهماتو کې ټانکونه او د پلي ځواکونو نقلیه وسایط شامل دي. ورځپاڼې د امریکایې چارواکو او ناټو د حلقې پورې اړوندو سرچینو په حواله لیکلي دي چې د دې کار هدف د روسیې د ممکنه تیري مخه نیول دي.

ورځپاڼې زیاته کړی ده چې یو شمیر سیاسي خنډونه وجود لري چې تر اوسه پورې د یو وړاندیز شکل لري چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر او د سپينې ماڼۍ له خوا باید تصویب شي. دا چې روسیه به د امریکا متحده ایالاتو د دې اقدام په مقابل کې څه ډول غبرگون ښکاره کړي دغه کار د ناټو د سازمان یو شمیر غړي اندیښمن کړي دي. خو د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې تر اوسه پوری داسې کومه پریکړه نه ده شوې.

له یوه بدلون سره مخامخ

د دغې ورځپاڼې په حواله تر سړۍ جگړې وروسته دا به لومړی ځل وي چې امریکا متحده ایالاتونه د ناټو د سازمان په داسې نوو غړو هیوادونو کې خپلې درنې وسلې او د پلي ځواکونو نقلیه وسیلي ځای پرځای کوي چې پخوا د وارسا تړون غړي ول.

APEC Gipfel Wladimir Putin und Barack Obama 11.11.2014 Peking
انځور: Reuters


د دغې نوې طرحې هدف او پس منظر په کریمیا کې د روسیې تیری او د اوکراین په ختیځ کې د جگړې شدت په گوته شوې. د دغه وړاندیز پر اساس د بالتیک په دریو هیوادونو استونیا، لتوانیا او لیتونې او همدارنگه په پولنډ، رومانیا او بلغاریا کې د وسلو د زیرمه کولو اټکل کیږي.


روسیه په ډیر دقیق ډول سره په اروپا کې د امریکا متحده ایالاتو فعالیتونه څاري. همدا د تیرې پنجشنبې په ورځ مسکو په اروپا کې د لنډې او متوسطې فاصلې د توغندیو د ځای پرځای کولو له امله خبرداری ورکړی وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې واشنگټن په دې توگه د ۱۹۸۷ کال د منځني واټن د اټومي وسلو د لیږد توان درلودنکو توغندیو یا (INF) د له منځه وړلو تړون مخالفت کړی دی چې د دې کار د پایلو مسئولیت به د امریکا په غاړه وي. دا د امریکا متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې د روسیې له خوا په اروپا کې د کروز توغندیو د نقل مکان او ازمایش په مقابل کې یو ډول غبرگون دی چې ښودل کیږي.


امریکا متحده ایالات او د پخواني شوري اتحاد تر منځ په ۱۹۸۷ کال کې د ټولو هغو بالستیکي او کروز توغندیو چې له ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومتره واټن د وهلو توان لري د له منځه وړلو یو تړون لاسلیک شوې و. واشنگټن تیره اونۍ پر مسکو تور ولگاوه چې د INF رژیمونو په مقابل کې یې د کروز توغندیو یو ازمیښت ترسره کړی دی چې د دې کار په مقابل کې یې د یو غبرگون خبر ورکړی و. خو مسکو بیا دغه تورونه بې اساسه بللي دي.