1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ايالات: فعالين د رايو بيا شمېرنه غواړي

۱۳۹۵ آذر ۴, پنجشنبه

ايا په متحده ايالاتو کي به اچول سوي رايي له سره وشمېرل سي؟ د کمپيوتر پوهانو يوه مشهوره ډله او په همدې شان د ټاکنو وکيلان شک لري چي هر څه سم ول. ايا هيکرانو په رايه شمېرنه کي لاس وهنه کړې؟

https://p.dw.com/p/2T9Ib
USA Hillary Clinton
انځور: Reuters/B. Snyder

د رايو د بيا شمېرنې په غوښتنه کي د امريکا د متحده ايالاتو درې ايالتونه مطرح کړل سوي دي. فعالين وايي چي په وينکونسين، ميشيګن او پينسلوينيا ايالتونو کي يې بې قاعدګۍ تر سترګو سوي دي. د دغو فعالينو په وينا په دې ترڅ کي د رايي اچونې هغه اليکترونيکي ټاکنيز ماشينونه ښکېل دي چي په ځانګړو د رايي اچونې په مراکزو کي ولاړ ول.

د فعالينو په وينا په مطرح مراکزو کي د هیلري کلنټن د ټاکلو په ميتود کي د سيمي د نورو مراکزو په پرتله د پام وړ توپيرونه موجود دي. د دغې موضوع په تړاو د امريکا د متحده ايالاتو د «نيويارک ټايمز» مجلې راپور ورکړی دی.

د «نيويارک ټايمز» مجلې د خپل راپور د معلوماتو منبع د جان بونيفاز او جې الېکس هالډرمېن په نوم کسان ياد کړي دي. په دغو کي لومړی د «د خلکو له پاره آزاده رايه» په نوم اتحاديې رئيس او دويم د ميشيګن پوهنتون د کمپيومتري امنيت د مرکز رئیس او کمپيوتر پوه دی.

د مجلې د راپور له مخي ياد کسانو د خپلو پلويانو په ملاتړ د دې غوښتنه کړې ده چي د اړونده ايالتونو د اړونده رايي اچونې د مراکزو رايي دي له سره وشمېرل سي او دا چي په دې تړاو بايد د پې پلوه لوري له خوا څېړني تر سره سي. خو دغو فعالينو د خپلو ادعاو له پاره کوم ثبوتونه نه دي وړاندي کړي.

کوم درې ايالتونه چي اوس مطرح سوي دي، په هغوی کي د رايو د شمېرني وروسته د دواړو کانديدانو د تر لاسه کړل سوو رايو شمېر ډېر سره نژدې وو. د کارپوهانو په وينا کلينتن د وينکونسين په بعضو ناحيو کي په اليکترونيکي الاتو کي د نورو مراکزو په پرتله ۷ فيصده کمي رايي تر لاسه کړي وې. دغه اوه فيصده رايي که سره جمع کړل سي نو ۳۰ زرو رايو ته رسيږي. دا هغه شمېر رايي دي چي کلنتن ورته اړتيا درلوده چي په دغه ايالت کي ټاکنې وګټي.

د پام وړ اوږه په اوږه پايلي

له بل اړخه د ټاکنو د دوو اونيو وروسته لا هم په ميشيګن ايالت کي لا ټولي رايي نه دي شميرل سوي. دا په داسي حال کي چي په دغه ايالت کي هم د دواړو کانديدانو له خوا د ترلاسه سوو رايو شمېر ډېر سره نژدې وو. دونالد ترمپ په دغه ايالت کي صرف د ۰،۳ فيصدو زياتو رايو په ترلاسه کولو سره دغه ايالت ګټلی ؤ.

که اوس د ټاکنو د پايلو د اعلان وروسته په ميشيګن ايالت کي د رايو د شمېرنې د بشپړه کېدو وروسته بېله پايله رامنځ ته سي نو دا به د ټاکنيزو استازو په جرګه کي د کلنتن په حق کي لوی تغير راولي. هغه په دې وجه چي د وينکونسين ۱۰، د ميشيګن ۱۶ او د پينسلوينيا ۲۰ ټاکنيز استازي که سره جمع کړل سي نو د ټاکنيزو استازو ۴۶ رايي جوړوي. دمګړی ترمپ ۲۹۰ او کلنتن ۲۳۲ دغه رايي لري.

د اقتصاد په ډګر کي د نوبل جايزه ګتونکی پاول کروګمېن د دغه راپور د خپرېدو وروسته هېښتيا ښودلې ده. هغه پر خپله تويتر پاڼه ليکلي چي امکان لري چي دغه يو ناسم زيګنال وي. خو هغه زیاته کړې چي که پلټنې تر سره نه سي نو به دغه ټاکنې تر آخرت پوري تر سوال لاندي وي.

د کروګمېن اندېښنه بېځايه نه ده. داسي ادعاوي موجودي دي چي روسي هېکرانو يا کمپيوتري قلف ماتوونکو څو ځله په بريا سره د امريکا د متحده ايالاتو د رايه اچونې په ماشينونو کي په بريا سره لاسوهنه کړې وه. د همدغو روسي هېکرانو په هکله ويل کيږي چي د کلنتن د ټاکنيز کامپاين د ډلې محرم برېښناليکونه يې افشا کړي ول. همدا وجه ده چي فعالينو د ټاکنو د رايو د بيا شمېرنې له پاره آنلاين کامپاين پېل کړی دی.

د ترمپ شکايت

دونالد ترمپ هم د ټاکنو په ورځ شک څرګند کړی ږږ چي هر څه سم نه بريښي. دغه کانديد د خپل کامپاين پر وخت څو ځله داسي تورونه لګولي ول چي په ټاکنو کي ښايي د کلنتن په حق کي لاسوهنې وسي. ترمپ حتی اعلان کړی وو چي هغه به د «سوال وړ» دغو پايلو پر ضد حقوقي اقدامات وکړي.

ترمپ د ټاکنو په ورځ حتی محکمې ته مراجعه وکړه او په ټاکنو کي د لاسوهنې تور يې ولګوی. د ترمپ وکيلانو د دې پر ضد احتجاج کاوه چي ولي په نيوادا ايالت کي د رايه اچونې د وخت د پای ته رسېدو باوجوده بعضي مراکز لا پرانستي ول. خو يوې ښځينه قاضي د ترمپ د وکيلانو دغه دعوی رد کړې وه.

وخت ډېر لږ دی

د کمپيوترپوهانو او د ټاکنو د وکيلانو د ډلې استازي تر اوسه عامه محضر ته د دغو غوښتنو په تړاو نه دي حاضر سوي. د «نيويارک ټايمز» د راپور له مخي په دې ترڅ کي ياده ډله غواړي چي اول کلينتن او د هغې پلويان په دې راضي کړي چي هغوی هم په يادو درو ايالتونو کي د رايو د بيا شمېرلو د غوښتني ملاتړ وکړي.

که په رشتيا هم کلينتن او د هغې ډله د رايو د بېرته شمېرلو د غوښتني د ملاتړ فيصله وکړي نو به ورته پاته وخت ډېر لږ وي. په وينکونسين کي د رايه شمېرني پر ضد تر جمعې تر ورځي پوري عريضه کيدلای سي. په پينسلوينيا کي د دوشنبې تر ورځي او په ميشيګن کي د چهار شنبې تر ورځي.