متحده ايالات ـ وسله وال په ډزو شپږ کسان ووژل
۱۳۹۴ اسفند ۲, یکشنبهد متحده ايالاتو د رسنیو د راپورونو له مخي ډزي کوونکی کس په يو موټر کي سپور ؤ او په بيلو ځايونو کي يې پر خلکو ډزي کړي دي. د دغه راپورونو منبع د ميشيګن د کالامازو د پوليسو له خوا ورکول سوي معلومات بلل سوي دي. د دغو راپورونو له مخي لږ تر لږه درې انسانان ژوبل سوي چي پکښي د دوو کسانو روغتيايي وضعه ډېره د اندېښنې وړ ده.
د راپورونو له مخي څلور کسان په يو ريستورانت کي د ډزو په نتيجه کي ووژل سول. دوه نور کسان د موټرو په يو پلورنځي کي په ډزو ووژل سول. د ووډ ټي وي په نوم د يو ځايي تلويزيون په وينا په وژل سوو کي يو اته کلن ماشوم هم شامل دی.د کالامازو سيمه د شيکاګو به لوېديځ کي پرته ده. د پوليسو د معلوماتو له مخي ډزي کوونکی کس د ډېر عمر لرونکی يو سړی دی. پوليسو ويلي چي دغه سړی تقريبا ۶۰ کاله عمر لري او په يو شين موټر کي د تېښتي په حال کي دی. اټکل کيږي چي هغه به د دې وروسته بيا هم پر خلکو د ډزو هڅي وکړي. د پوليسو په وينا د هغه تلاښ ادامه لري.
په دغه هيواد کي په تيرو کالو کي ورته زياتي پيښي رامنځ ته سوي دي. خو د هغه باوجوده د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما په دې نه دی توانېدلی چي په امريکا کي د عامه ولس له خوا د وسلو درلودلو او ساتلو په ترڅ کي هغه محدوديتونه رامنځ ته کړي، چي هغه يې غواړي.