1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ايالات د پاريس له اقليمي تړون څخه وځي

۱۳۹۶ مرداد ۱۴, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د پاريس د نړيوال اقليمي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ. په دې تړاو اړونده ليک و ملګرو ملتونو ته لېږدول سوی دی.

https://p.dw.com/p/2hjaq
Symbolbild USA Abkehr von Klimavertrag
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Camp

خبره اوس رسمي سوه: د امریکا متحده ايالاتو د چاپيريال ساتنې له هغه تړون څخه د وتلو اعلان وکړ چي د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي رامنځ ته سوی ؤ. ايالاتو ويلي چي که شرايط بهتره وي نو بيا به دې ته هم چمتو وي چي بېرته د دغه تړون غړيتوب واخلي.

د امريکا متحده ايالاتو د جمعې په ماښام (د ۲۰۱۷ کال د اګست ۵مه نېټه) په ملګرو ملتونو کي خپله اړونده عريضه يا اعلاميه وړاندي کړې ده. په دغه ليک کي ويل سوي چي دغه هيواد د پاريس له تړون څخه وځي. د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په دې تړاو معلومات ورکړي او ويلي يې دي چي عريضه و ملګرو ملتونو ته رسېدلې ده.

«متوازنې تګلارې»

د متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د ۲۰۱۷ د جون مياشتي په پېل کي لا ويلي ول چي له دغه تړون څخه به ووځي. هغه وخت پر ترمپ په نړيواله توګه سختي نيوکي سوي وې. خو ترمپ د دغه اقدام په استدلال کي ويلي ول چي ورته د امريکا د متحده ايالاتو لېوالتياوي لومړيتوب لري.

د ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت کومه اعلاميه چي د جمعې په ماښام خپره سوې، پکښي راغلي چي ترمپ په دې تړاو نوو خبرو اترو ته چمتو دی. په دغه اعلاميه کي راغلي چي ترمپ هغه وخت بېرته دغه تړون ته د ورګرځېدو امکان ويني چي د شرايط يې د ايالاتو د «اقتصاد، کارګرو، ولس او ماليه ورکونکو» له پاره بهتره وي. په اعلاميه کي زياته سوې چي ايالتونه د چاپيريال ساتنې په تړاو د داسي «متوازنې تګلارې» پلوي کوي چي د زهرجن ګازونو په اخراج کي د کمښت باعث سي او په عيني حال کي د اقتصاد ودې او د انرژي امنيت ته امکانات برابر کړي.

ګوتېريس: لويه ناهيلي

ملګرو ملتونو په خپله يوه اعلاميه کي د دې پخلی کړی دی چي ورته د امريکا د متحده ايالاتو څخه اړوند لیک رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو وياند ستېفانې دوياريج د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتېريس هغه خبره بيا تکرار کړې چي پکښي د پاريس له تړون څخه وتنه «لويه ناهيلي» بللې وه. دوياريج زياته کړې چي ملګري ملتونه د ايالتونو هغه قصد ستايي چي غواړي بېرته د پاريس د تړون د غړيتوب له پاره هڅه وکړي.

د پاريس تړون ښکاره اهداف لري چي څنګه د زهرجنو ګازونو د افراز له کبله د مځکي د کورې د تودوښې د زياتېدو مخه ونيول سي. دا چي د امريکا متحده ايالتونه د چين وروسته په نړۍ کي تر ټولو لوی زهرجن ګازونه افرازونکی هيواد دی، نو د پاريس له تړون څخه د ايالتونو وتنه دغه تړون ته لويه ضربه بلل کيږي.

له دې څخه هم ويره سته چي د امريکا د متحده ايالاتو دغه يو اړخيز ګام له لاسليک کوونکو ۱۹۵ هيوادونو څخه نور هيوادونه هم ورته اقدام ته هڅولولای سي. خو تر اوسه لا نور لاسليک کوونکي هيوادونه پر خپلي ژمني ولاړ دي.

د پاريس د ۲۰۱۵ کال له تړون څخه به د امريکا د متحده ايالاتو د وتنې پروسه درې کاله دوام وکړي. دغه وتنه به د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۴مه نېټه پلي سي چي دغه ورځ د امريکا په متحده ايالاتو کي د ولسمشرۍ د ټاکنو ورځ هم ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):