1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماړه افغانان په دوبۍ کي کورونه را نيسي

۱۳۹۱ شهریور ۲۳, پنجشنبه

امنیتي اندیښنو ډیری افغانان په دوبۍ کي کورونو رانيولو ته هڅولي دي. خو هغوی په دوبۍ کي ارزانه کورونه لټوي. په دوبۍ کي د کورونو يا جايدادونو بيي اوس بيرته لوړي شوي دي.

https://p.dw.com/p/167iZ
انځور: picture-alliance/ZB

په دوبۍ کي تر ۲۰۰۸ کال وروسته د جایدادونو بيي تر۶۰ سلنه ډیري را کښته شوي دي. د را کښته کېدو اصلي عامل په ټوله نړۍ کي اقتصادي کړکېچ وو.

خو په دې وروستیو وختونو کي په دوبۍ کې د جایدادونو بیې بیرته لوړي شوي دي. د ۲۰۱۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دوبۍ کې د جایدادونو په برخه کې د معاملو ټول ارزښت ۱۷،۲ میلیاردو ډالرو ته رسیده، چې دا د تیر کال د همدې وخت په پرتله ۲۱ سلنه لوړوالی ښيي.

د دغو معاملو نزدې۳۰ سلنه بهرنیو پانگوالو کړې ده. په دوبۍ کې تر نورو ټولو خلکو ډیره پانگونه پاکستانیانو، هندیانو او انگلیسانو کړې ده. تر دې هیوادونو وروسته بیا ایرانیا، روسان او د سعودي عربستان وگړو په دوبۍ کې تر نورو ټولو ډیر جايدادونه اخیستي دي.

د دې تر څنگ د منځني ختیځ هیوادونو اوسیدونکي چې اوس غواړي پخپلو هیوادونو کې له روان تاوتریخوالي څخه وتښتي هم په دوبۍ کې د خپل ځان له پاره کورونه اخلي.

خو له بلي خوا بیا په افغانستان کې د جایدادونو د بيو د راکښته کېدو له کبله، ډیری افغانان غواړي په دوبۍ کې جایدادونه رانيسي. د جایدادونو کاروبار کوونکي وایي چي اوس په افغانستان کي د کورونو او په عمومي توگه د مځکي بیه را کښته شوې ده.

په کابل کې د جایدادونو د پلورلو د یوه شرکت رئیس حاجي شیر شاه احمدزی، وایي چې په تیر یوه کال کي په افغانستان کې د جایدادونو بیې له ۳۵ نه تر۵۰ سلنه پوري را کښته سوي دي.

هغه زیاتوي: «اوس يوازي هغه خلک خپل جايدادونه پلوري چي پيسو ته اړتيا لري.»

په دوبۍ کې د جایدادونو سوداگر وایي چې افغانان اوس په دې برخه کې معاملې د بانکونو له لارې نه کوي. په افغانستان کې په ۲۰۱۰ کال کې د کابل بانک تر ډیوالي کیدو وروسته، خلکو پر بانکونو باندي خپل اعتبار له لاسه ورکړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل