1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالیزیایي الوتکه څرنگه راغورځیدلې ده؟

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۷, جمعه

د مالیزیا یوه مسافر وړونکې الوتکه له خپلو ۲۹۸ سپرلیو سره په ختیځ اوکراین کې غورځیدلې ده. ویل کیږي چې له پېښې څخه هیڅوک ژوندي نه دي پاتي. د اوکراین حکومت او جلاغوښتونکي یو بل تورنوي چې الوتکه یې راغورځولې ده.

https://p.dw.com/p/1Cer3
انځور: Reuters

د مالیزیا هوايي شرکت په خپل تاریخ کی سږ کال یو ځل بیا له بلې غمیزې سره مخامخ شو. د دې شرکت یوه الوتکه اوس هم له څپلو ټولو سپرلیو سره لادرکه ده. د شرکت بله بوینگ ۷۷۷ ډوله مسافرونکې الوتکه چې له امستردام څخه د کولالمپور په لور یې الوتنه کوله د پنجشنبې په ورځ د ختیځ اوکرايین په خاوره کې وغوځیده. گمان کیږي چی دغه الوتکه د ۱۰۰۰۰ مترو په ارتفاع کې ویشتل شوې وي. په هغې کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو ۲۸۳ مسافر کسانن سپاره وو، خو د لومړيو رپوټونو له مخې هیڅ یو هم ژوندی پاتی شوی نه دی. په مسافرو کې ۱۵۴ هالندیان، ۲۷ استرآلیایان او ۲۳ مالیزیایان شامل دي. د الوتکې ۱۵ عمله چی ټول د مالیزیا اتباع وو هم په پیښه کی مړه شوي دي. د امستردام د هوايی ډگر چارواکو ویلي دي چی په الوتکه کې څلور تنه آلمانان هم سپاره وو چی وژل شوي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزرات تر اوسه پورې د آلماني مسافرینو خبره تصدیق کړې نه ده.

د روسیې ولسشمر ولادمیر پوتین، د الوتکې د نسکوریدو ملامتیا پر اوکراین اچوي: «که چیرې د اوکراین په سویل ختیځ کې نښتې بیا له سره پیل شوې نه وای نو دا غمیزه به نه وای پیښه شوې.»

د اوکرایین ولسمشر پیترو پوروشینکو، بیا له یوه «تروریستي عمل» څخه خبره وکړه. هغه د اوکراین جلاغوښتونکي تورن کړل چی دغه الوتکه ېې رانسکوره کړې ده. د هغه په خبره «ځکه هغوی له دې مخکې هم څو اوکرایني جنگي الوتکې نسکورې کړې وې.» پوروشینکو وویل چې د هغه د هیواد هوايي ځواک د دې غمیزې مسوولیت پر غاړه نه لري. هغه سمدلاسه د یو پلټونکي کمیسیون د جوړیدو هدایت ورکړ.

«الوتکه راغورځول شوې ده»

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال جو بایدن د نړۍ لومړې مشر وو چې د یو توغندي په واسطه د الوتکې د نسکوریدو خبره ېې یاده کړه. که څه هم هغه په لومړي سر کی دا خبره په ډیره احتیاط سره څرگنده کړه: «داسې ښکاري چی د مالیزیا الوتکه ویشتل شوې وي. دا کومه اتفاقې پیښه نه ده: هغه په هوا کې ویشتل شوې ده.»

د بایدن دغه ډول یادونه چې د خپل هیواد له یوې تلویزوني شبکې MSNBC سره یې کړې ده د متحده ایالاتو د استخباراتي اټکلونه سره چې گواکې دغه الوتکه د یوه توغندي په واسطه ویشتل شوې وي مطابقت لري. د رویترز خبري آژانس د متحده ایالاتو د یوه مامور له خولې چې هویت ېې بربند شوی نه دی، رپوټ ورکړی دی چې «الوتکه د ځمکې-هوا د یوه توغندي په واسطه له یوه نامعلوم ځای څخه ویشتل شوې ده.»

د متحده ایالاتو د چارواکو دغه ډول یادونې له دې ویندويی کوي چی دغه سیمه تر څارنې لاندې ده. د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې CIA یوه پخوانی مامور چارلز دویلفر، د PBS تلویزیون ته یی وویل چی په همدی وجه باید د الوتکې د نسکوریدو په هکله ډیر زیات معلومات موجود وي: «دا د ځمکې تر ټولو ترټینگې څارنې لاندې سیمه ده. سیمه د ستلایتونو په واسطه کنترولیږي ځکه موږ د روسیې له حملو څخه ویره لرو.»

د اوکراین د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې مالیزیایی ۷۷۷ ډوله بوینگ الوتکه د «بوک» ډوله توغندي په واسطه نسکوره شوې ده. د هغه وزارت د وینا له مخې نوموړې الوتکه د «شاختیورسک» په سیمه کې چې د روسېې له پولې څخه ۶۰ کیلو متره لیرې پرته ده نسکوره شوې ده. دغه سیمه د اوکرایني جلا غوښتونکو له خوا کنترولیږي.

نړیوال غبرگون

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، غوښتنه وکړه چی یو نړیوال پلټونکی کمیسیون دې جوړ شي ترڅو د مالیزیایي الوتکې د نسکوریدو پیښه وڅیړي. په عین وخت کی اوباما وویل چی د هغه هیواد د پلټنې له پاره د کارپوهانو استولو ته چمتو دی. واشنگتن لا تراوسه ډه ډه کوي چې ووایی د دې غمیزی عاملین څوک دي. خو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هلیري کلینتن د PBS له تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې که څه هم تر اوسه پورې ډیرې بې ځوابه پوښتنې موجودې دي خو که چیرې په پېښه کې د روسیې لاس وي نو په لومړي سر کې اروپایان دنده لري چې غبرگون ښکاره کړي: «په دې مسله کی باید اروپايان مخکښ نقش ولوبوي. دا الوتکه له امستردام څخه الوتې او بیا د یو اروپایي هیواد پر سره راغورځیدلې ده. د اروپا په پلازمینو کې باید د دی پیښی پر وړاندې غبرگون ښکاره کړای شي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، اروپايي ټولنې او ناتو د یوه نړیوال پلټونکي کمیسیون غوښتنه کړې ده. د ملگرو ملتو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د مالیزیایي الوتکې د نسکوریدو د پېښی په هکله یوه ځانگړې غونډه جوړوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب